نړۍ
روسي ځواکونو هڅه وکړه، چې کسان مې پر ماین ووژني – پریګوژین
د روسیې د پوځي خصوصي شرکت مشر یوګیني پریګوژین، چې له لوړ پوړیو پوځي افسرانو سره ښکېل پاتې دی؛ د جمعې پر ورځ یې مسکو پلوه ځواکونه د خپلو کسانو پر وژلو تورن کړل.
رویټرز د راپور له مخې: د واګنر ګروپ سرتېري د اوکراین له ختیځ باخموت ښارګوټي څخه پر شا شوي، چې پر بشپړو تلفاتو یې تېره میاشت نیولی و؛ خپلې پوستې یې روسي عادي ځواکونو ته وسپارلې.
پریګوژین تیلیګرام کړی؛ د دوی کسانو په شاوخوا سیمو کې لسګونه ځایونه کشف کړي، چې د دفاع وزارت چارواکو په کې سلګونه د تانک ضد ماینونو په ګډون بېلابېل چاودیدونکي توکي ځای پر ځای کړي وه. کله، چې وپوښتل شول؛ ولې ماینونه ځای پر ځای شوي وه، چارواکو ویلي، چې دا د لوړ پوړیو چارواکو امر و.
هغه ویلي؛ دا اړینه نه وه، چې ماینونه کیښودل شي؛ ځکه، چې (د ټینګار وړ سیمه ) تر شا ده. له همدې کبله، مونږ فرض کولی شو، چې ماینونه د واګنر د مخ پروړاندې واحدونو د له منځه وړلو لپاره ول.
هغه وویل، هیڅ یو لګیدلی تور لرې نهشو او هیچا ته هم زیان نهدی رسیدلی.
هغه زیاته کړې: مونږ ګومان کوو، چې دا د ټولو په مخکې له څټه ګوزار و.
د روسیې دفاع وزارت تر دې دمه په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
پریګوزین په منظمه توګه شکایت کاوه، چې د باخموت د نیولو لپاره یې کسانو ته کافي مهمات نهدي ورکړشوي؛ د چارشنبې پر ورځ ویلي؛ هغه له څارنوالانو د څېړنې غوښتنه وکړه، چې آیا د روسیې لوړ پوړیو دفاعي چارواکو د اوکراین له جګړې مخکې یا په جریان کې کوم “جرم” کړی او که نه.