تازه خبرونه
روسیه او امریکا اوسمهال د افغانستان په اړه هیڅ اړیکه نلري- کابلوف
هغه تاس خبري سرچینې ته ویلي: “نه! دوی (امریکایانو) اړیکه نده نیولې؛ له همدې کبله تر اوسه پورې داسې خبرې ترسره شوې ندي”.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ويلي، چې مسکو او واشنګټن اوسمهال د افغانستان په اړه هیڅ ډول تعامل نلري.
هغه تاس خبري سرچینې ته ویلي: “نه! دوی (امریکایانو) اړیکه نده نیولې؛ له همدې کبله تر اوسه پورې داسې خبرې ترسره شوې ندي”.
کابلوف څرګنده کړې؛ په ۲۰۲۱ کال کې کله، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ د لومړي ځل لپاره د مسکو فارمټ د برخې په توګه روسیې ته سفر وکړ؛ “نړیوال وضعیت بشپړ توپیر درلود.”
د نوموړي د څرګندونو له مخې: په ۲۰۲۳ کال کې کله، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټیرش په دوحه کې د افغانستان په اړه یوه غونډه لرلخ؛ روسیې او چین ګوټیرش ته وویل، چې دوی نشي کولی “له هغه هېواد سره په یوه ډله کې وي، چې له افغانانو څخه یې پیسې غلا کړي او بېرته یې نهورکوي.”
تازه خبرونه
هیڅ ډلې ته به د افغانستان د امنیت ګډوډولو اجازه ورنهکړ شي
محمد اسماعیل غزنوي مخالفانو ته په خپله وینا کې څرګنده کړې؛ هیچا او هیڅ ډلې ته به اجازه ورنهکړ شي، چې د افغانستان امنیت وګواښي.
د بدخشان والي محمد اسماعیل غزنوي او د اسلامي امارت د دفاع وزارت د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز فصیحالدین فطرت په بېلابېلو څرګندونو کې د هېواد پر امنیت او د هر ډول امنیتي ګواښونو پر مخنیوي ټینګار کړی دی.
محمد اسماعیل غزنوي مخالفانو ته په خپله وینا کې څرګنده کړې؛ هیچا او هیڅ ډلې ته به اجازه ورنهکړ شي، چې د افغانستان امنیت وګواښي.
هغه له مخالفانو غوښتي، چې له ورانکارۍ لاس واخلي او د هېوادوالو امنیت ګډوډ نه کړي.
نوموړي ویلي:« په تېرو شل کلونو کې هغه مهال، چې د ناټو او امریکا ځواکونو ملاتړ درسره و؛ څه مو وکړل؟ مونږ ستاسو پر ضد د مبارزې او جګړې تجربه لرو او ښايي پر هېواد د واکمنېدا هیله مو له ځان سره ګور ته یوسئ.»
هغه له مخالفانو وغوښتل، چې د اوسني امنیت ارزښت وپېژني او که کومه ستونزه لري؛ د خبرو له لارې یې حل کړي.
دغه راز د دفاع وزارت لوی درستیز فصیحالدین فطرت د بدخشان ولایت زیباک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال ویلي؛ امنیتي ځواکونه به هیچا او هیڅ ډلې ته اجازه ورنهکړي، چې د افغانستان امنیت ګډوډ کړي. نوموړي زیاته کړې، پاکستان د اسلامي امارت د ځینو مخالفانو ملاتړ کړی؛ خو هغوی د اسلامي امارت د ځواکونو د مقاومت پر وړاندې ناکام شوي دي.
هغه د سرحدونو د دفاع لپاره د امنیتي ځواکونو له بشپړ چمتووالي خبر هم ورکړی او ګواښ کوی، چې د ناامنۍ د رامنځته کولو هره هڅه به له پرېکنده غبرګون سره مخ شي.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ په وروستۍ نښته کې، چې یوې وسلهوالې ډلې غوښتل د چترال د شاهسلیم سیمې له لارې د زیباک ولسوالۍ ته ننوځي، لږ تر لږه پېنځه تنه وژل شوي، یو شمېر نور پاکستان ته تښتېدلي او د «آزادۍ جبهې » یو قومندان هم د نښتې او د امنیتي ځواکونو د تعقیبي عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.
تازه خبرونه
د بامیان والي له ازبک پلاوي سره په دې ولایت کې پر اقتصادي او کرنیزو همکاریو خبرې وکړې
د بامیان ولایت د رسنیو دفتر ویلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کرنې د ماشیني کېدا، د تخنیکي تجربو د لېږد، د کچالو د صنعت د پراختیا او د بزګرانو د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.
د بامیان والي د دې ولایت لپاره په کابل کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجهیوف سره په لیدنه کې د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د تلپاتې کرنې پر ودې او د پانګونې پر جلبولو ټینګار وکړ.
د بامیان ولایت د رسنیو دفتر ویلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کرنې د ماشیني کېدا، د تخنیکي تجربو د لېږد، د کچالو د صنعت د پراختیا او د بزګرانو د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.
د بامیان والي د ازبکستان له همکاریو د مننې ترڅنګ، د بامیان د کرنیزو او پراختیایي پروژو د ملاتړ غوښتنه هم وکړه.
د ازبکستان لومړي وزیر مرستیال هم د خپل هېواد د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او په بامیان ولایت کې یې د پانګونې، د تولیدي وړتیاوو د پیاوړتیا او د کرنې د سکټور د پراختیا له ملاتړ ډاډ ورکړ.
د یادونې ده، چې دغه پلاوی پرون له غرمې وروسته د دې هېواد د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خواجهیوف پر مشرۍ کابل ته راغلی او د سفر موخه یې د اسلامي امارت له چارواکو او د افغانستان د خصوصي سکټور له استازو سره لیدنه او په سوداګریز فورم کې ګډون دی.
تازه خبرونه
ازبک پلاوی په سوداګریز فورم کې د ګډون لپاره کابل ته راورسېد
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه پلاوي ته د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هرکلی ووایه.
د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، نن(شنبه د زمري درېیمه) له غرمې وروسته د ازبکستان یو لوړپوړی پلاوی، چې دولتي چارواکي او د خصوصي سکټور استازي په کې دي؛ د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خواجهیوف پر مشرۍ کابل ته راورسېد.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه پلاوي ته د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هرکلی ووایه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې، د دې سفر موخه د اسلامي امارت له چارواکو او د افغانستان د خصوصي سکټور له استازو سره لیدنې او په سوداګریز فورم کې ګډون دی.
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان پر وړاندې د ملګرو ملتونو بندیزونه نور اغېزمن نهدي – هند
-
لوبی4 days agoفیفا د نړۍ تازه نوملړ خپور کړ؛ اسپانیا لومړۍ شوه او افغانستان یو سلو یو اویاوم شو
-
لوبی3 days agoد افغانستان غېږنیونې غوره لیګ درېیمه ورځ؛ فتح او قوشتېپه بریالي شول
-
تازه خبرونه3 days agoټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو پر پاتې کېدا نیوکه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoله ۱۰۰ ډېرو افغان سوداګرو او پانګهوالو ازبکستان ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد کابل پر«امید روغتون» دې د پاکستان هوايي برید خپلواک وڅېړل شي
-
نړۍ4 days agoله ایران سره جګړې امریکا ته تر دې دمه ۳۷.۵ میلیارډ ډالر لګښت لرلی – پنټاګون
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او بنګلهدېش استازو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
