تازه خبرونه

روسیه او هند کولی شي د افغانانو خپلمنځي خبرو د بیا پیل لپاره همکاري وکړي – کابلوف

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، که اسلامي امارت وغواړي، روسیه او هند کولی شي د بین الافغاني خبرو په بیا پیلولو کې ډاډمن رول ولوبوي.

د جمعې پر ورځ (د مرغوني ۲ ) د روسیې ځانګړي استازي کابلوف له هندي ورځپاڼې “دی هندو” سره په مرکه کې څرګنده کړې، چې اسلامي امارت باید د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني له تېروتنو او له ۲۰۰۱ ز. کال مخکې حکومت له تجربو زدکړه وکړي.

هغه ویلي: دا موضوع، چې د افغانانو ترمنځ د مشورو، پراخ استازیتوب، لویې جرګې او یا بل څه له لارې د حل لار وموندل شي؛ افغانان یې باید په اړه پخپله پرېکړه وکړي. روسیه چمتو ده، چې د کابل د غوښتنې په صورت کې پدې اړه همکاري وکړي. مونږ باور لرو، چې د هند رول ته به هم اړتیا وي.

کابلوف په ډاګه کړې؛ دا هم حقیقت دی، چې اسلامي امارت د افغانستان د ټولې خاورې مالک دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مخالف ځواکونه له اسلامي امارت سره د ډغرې وهلو وس او ځواک نلري.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت له هڅو ستاینه کړې ده.

ضمیر کابلوف وایي: مونږ وینو، چې د طالبانو (اسلامي امارت) ځواکونه په هېواد کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې په ځغرده بڼه مبارزه کوي. سره له دې، چې دا ستونزه په بشپړه توګه له حل څخه لرې ده.

Trending

Exit mobile version