د هوا حالاتو بدلونونه

روسیه به د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون په کنفرانس کې د افغان پلاوي له ګډون ملاتړ وکړي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۲, ۱۴۰۲)

د اقلیم د بدلون په چارو کې د روسیې د ولسمشر سلاکار روسلان ایدلګریف ویلي؛ مسکو به د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون په راتلونکي کنفرانس کې، چې ټاکل شوې په آذربایجان کې جوړ شي؛ د افغان پلاوي له ګډون ملاتړ وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې امیر خان متقي د کابل او مسکو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او د چاپېریال ساتنې په نړیوالو غونډو کې یې د افغان پلاوي د ګډون لپاره د روسیې د ملاتړ غوښتنه وکړه.

امیر خان متقي زیاته کړې، سره له دې، چې افغانستان د کاربوني ګازونو په تولید کې څه رول نه‌لري؛ خو د اقلیم د بدلون له منفي اغېزو خوندي نه‌دی.

نوموړي دغه راز له روسيې وغوښتل، چې د افغانستان د چاپېريال ساتنې او د ځنګلونو د ادارې کارکوونکیو ته روزنه ورکړي.

د خبر له مخې ایدلګریف په دغه کتنه کې ویلي، چې دی به د روسیې ولسمشر ته په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو رښتینی انځور وړاندې کړي.

هغه زیاته کړې، چې د افغانستان او روسیې د دوه اړخیزه سوداګرۍ کمیسیون باید خپل کار پیل کړي.

هغه ټینګار وکړ، چې افغان استازي باید د اقلیم د بدلون په اړه په نړیوالو غونډو کې برخه واخلي او روسیه به د کوپ ۲۹ په راتلونکې غونډه کې چې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې جوړېږي، د افغان پلاوي د ګډون ملاتړ وکړي.

دغه راز د روسيې دې چارواکي د افغانستان د صنايعو او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره هم کتلي او دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو او ټرانزيټي اړيکو او همکاريو پر پراختيا خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون ( شنبه ) په ننګرهار ولایت کې د اقلیم د بدلون دوه ورځنۍ نړیواله غونډه پيل شوه.  په لومړۍ ورځ د اسلامي امارت مسوولینو له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې په برخه کې له نړیوالې ټولنې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

Trending

Exit mobile version