نړۍ
روسیه دې پر اوکراین خپل برید سمدستي ودروي – د هاګ نړیواله محکمه
په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې له روسیې غوښتي، چې په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوي او د کیف غوښتنې ومني.
د رویټرز د څرګندونو له مخې، دوه اوونۍ مخکې اوکراین له نړیوالې محکمې غوښتي وه، چې پر اوکراین د روسیې برید ته پام راواړوي.
اوکراین استدلال کړی، چې روسیې د ۱۹۴۸ زېږدیز کال د نسلي وژنې له کنوانسیون سرغړونه کړې او اوکراین یې پر نسلي وژنې تورن کړی او دا تور د خپل دوامداره تېري لپاره د عذر په توګه کاروي.
د محکمې مشر جوآن ای. ډونګو له روسیې غوښتي، چې د فبرورۍ پر ۲۴ پیل شوي ځانګړي پوځي عملیات دې سمدستي پای ته ورسوي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د دغه خبر له خپراوي سمدستي وروسته ټویټ کړی، چې اوکراین د روسیې پروړاندې په خپله غوښتنه کې بشپړ بریا ترلاسه کړ. دا حکم له نړیوالو قوانینو سره سم باید پلي شي او روسیه باید سمدستي د دې حکم اطاعت وکړي. د دې حکم له پامه غورځول به روسیه نوره هم منزوي کړي.