نړۍ

روسیه دې پر اوکراین له برد ډډه وکړي –بایډن

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۷, ۱۴۰۰)

د رویټرز د راپور له مخې؛ د امریکا ولسمشر جو بایډن د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره دوه ګړۍ انلاین خبرې وکړې او هغه ته یې خبرداری ورکړ، چې که روسیه پر اوکراین برید وکړي؛ هېواد به یې له اقتصادي بندیزونو سره مخ شي.

سپینې ماڼۍ دا ګواښ هم کړی که روسیه په اوکراین برید وکړي؛ دوی به په ختیځه اروپا کې خپل نظامي حضور پیاوړی کړي.

د امریکا ولسمشر له دې ناستې مخکې د فرانسې، جرمني، ایټالیا او بریټانیا له مشرانو سره هم خبرې کړي، چې د دې هېوادونو مشرانو هم د امریکا له دریځه ملاتړ کړی او د اوکراین پر خپلواکه پاتې کېدو یې ټینګار کړی دی.

د امریکا او روسییې مشران پداسې حال کې خبرې کوي، چې مسکو له اوکراین سره پر ګډه پوله لسګونه زره سرتېري او نظامي وسایل ځای پر ځای کړي دي.

سپنیې ماڼۍ ته دا هم په ډاګه شوې نده، چې ولادمیر پوتین پر اوکراین د برید پرېکړه کړې او که نه؛ خو دا یې هم ندي ویل شوي، چې آیا پر اوکراین د روسیې د یرغل په ځواب کې به امریکا نظامي مداخله وکړي که نه.

ویل کیږي؛ که روسیه پر اوکراین برید وکړي؛ امریکا او اروپایي متحدین یې چمتو دي، چې د روسیې اقتصاد ته د جدي زیان رسولو په خاطر د پام وړ اقتصادي بندیزونو پرېکړه وکړي.

روسیه ویلي، چې د برید کوم پلان نلري؛ خو پر لویدیځو هېوادونو د پارونې تورونه لګوي او مسکو په ځانګړي توګه په توره بحیره کې پر ګډو نظامي تمریناتو ډاډمن ندی.

ولادمیر پوتین غواړي چې اوکراین باید د ناټو غړی هیېواد نشي او امریکا د اوکراین په سرحد کې د روسیې نظامي خوځښتونه جدي ګواښ بولي.

د یادونې ده، چې د دغو خبرو په پایله کې د روسیې روبل د نورو اسعارو پر وړاندې راولوېدل.

Trending

Exit mobile version