تازه خبرونه
روسیه د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو ته یو ګام نوره هم نږدې شوه
د انټرفکس خبري سرچینې زیاته کړې؛ د پارلمان ولسي جرګې په دې اړه درې پړاویزه طرحه تصویب کړې ده.
روسیه د سېشنبې پر ورځ د افغانستان اسلامي امارت د حکومت رسمیت پېژندلو ته یو ګام نوره هم نږدې شوه؛ ځکه، چې د دې هېواد پارلمان یوه داسې قانون ته رای ورکړه، چې له تورنوملړه د اسلامي امارت ایستل شوني کوي.
د انټرفکس خبري سرچینې زیاته کړې؛ د پارلمان ولسي جرګې په دې اړه درې پړاویزه طرحه تصویب کړې ده.
اوسمهال هیڅ هېواد اسلامي امارت، چې د ۲۰۲۱ ز. کال په اګست کې یې بیا واک تر لاسه کړی پر رسمیت نهپېژني؛ خو روسیه په تدریجي ډول د نوي حکومت سره اړیکې جوړوي.
روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په جولای کې ویلي وه، چې اسلامي امارت اوس له ترهګرۍ سره په مبارزه کې یو متحد دی.
