تازه خبرونه

روسیه د افغانستان پر روان امنیتي وضعیت اندېښمنه شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د جګړو پراختیا مسکو اندېښمن کړی دی.

د روسي ولسمشر وایي؛ د افغانستان جګړه مو اصلي اندېښنه ده او اړتیا ده، چې له ترهګرۍ، بنسټ پالنې او د نشه یي توکو له قاچاق سره  جدي مبارزه وشي.

ولادیمیر پوتین د افغانستان د سولې په بهیر کې د هند او روسیې پر جدي همکاري ټینګار کوي او وایي:

روسیه او هند په افغانستان کې د ملي پخلاینې له پروګرام څخه ملاتړ د ګډې اړتیا په توګه او د نړیوالو قوانینو له مخې درک کوي. نوی ډیلی او مسکو لیوال دي، چې د رغنده رول په لوبولو د افغانستان د مسایلو په حل، د افغانستان د داخلي امنیت د پیاوړتیا، له نشه یي توکو سره په مبارزه کې د ظرفیتونو په لوړولو، د اقتصادي او ټولنیز انکشاف تضمین او د ترانزیت په برخه کې د افغانستان د کلیدي لوبغاړي په په توګه خپل مسولیتونه ادا کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسشمرۍ ماڼۍ  پر ملي مسایلو د بحث لپاره د سیاسي او جهادي څېرو کوربتوب کړی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد سیاسي او جهادي مشرانو ته ویلي؛ ترهګر غواړي، چې په سیاستوالو کې نفاق واچوي او دا یې د موخې یوه برخه ده.

ولسمشر په بشپړ ټینګار زیاته کړې، چې افغانستان د جګړې څلورم پړاو ته داخل شوی.

د افغانستان د نوې ملي جبهې رییس انور الحق احدي، چې دغې مشورتي غونډې ته ورغلی وه، ټینګار کوي، چې د امنیتي ځواکونو له لیکو باید نالایق او غیرمسلکي قومندانان لیرې کړی شي.

عبدرب رسول سیاف هم په دې مشورتي غونډه کې حضور درلود او هغه غواړي، چې افغانان د ترهګرو پر وړاندې مقابلې ته را پورته شي.

ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د جګړو د پراختیا په اړه وایي: ترورستانو د لاسته راوړنو لپاره د جنګ لمن راټوله او په څلور یا پېنځه ولایتونو کې یې پر جګړې ټینګار څرګند کړ.

دې شپو او ورځو کې جګړې خپل اوج ته رسیدلي؛ له یوې میاشتې څخه په لږ موده کې طالبان کندوز ښار ته ننوتل او څو ولسوالۍ هم د طالبانو لاسته ولویدې، د فراه او لښکرګاه ښارونو د سقوط هڅې هم وشوې او په دې لړ کې دواړو خواوو ته درنده مرګ وژوبله واوښته.

Trending

Exit mobile version