سیمه ییز خبرونه
روسیه د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب په هڅه کې ده
د روسیې دولتي رسنۍ زویزدا د سېشنبې پر ورځ د کرملین د ویاند دمیتري پیسکوف د څرګندونو له مخې راپور ورکړ، چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ژمنه کړې، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اټومي وسلو په اړه په خبرو اترو کې منځګړیتوب وکړي.
رویټرز د سې شنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې روسیې د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی او ژمنه کوي، چې د تهران د اټومي پروګرام د کړکیچ د سولهییز حل لپاره به هر ممکنه هڅه وکړي.
د روسیې دولتي رسنۍ زویزدا د سېشنبې پر ورځ د کرملین د ویاند دمیتري پیسکوف د څرګندونو له مخې راپور ورکړ، چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ژمنه کړې، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اټومي وسلو په اړه په خبرو اترو کې منځګړیتوب وکړي.
په خبرو اترو کې یوې ښکېلې سرچینې د نوم نه ښودلو پر شرط رویټرز ته ویلي، چې روسیې د منځګړي په توګه د رول لوبولو وړاندیز کړی؛ خو له مسکو څخه د داسې رول لوبولو غوښتنه نده شوې.
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو لپاره د ایران استازي پدې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې.
دا بدلونونه له هغې وروسته رامنځته کیږي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په جنورۍ کې د واک له ترلاسه کولو وروسته د امریکا پالیسي بدله کړه او له روسیې سره یې د روغې جوړې دریځ غوره کړ، چې لویدیځ متحدین یې په اوکراین کې د مسکو د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو په هڅه کې له احتیاط څخه کار اخیستو ته اړ کړي دي.
د کرملین ویاند دمیتري پیسکوف د سېشنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل، چې ایران د روسیې ملګری او متحد دی او مسکو به ورسره د اړیکو پراختیا روانه وساتي.
هغه ویلي: “ولسمشر پوتین پدې باور دی او قانع شوی دی، چې د ایران د اټومي مسلې ستونزه باید په ځانګړي توګه له سولهییزو لارو حل شي. البته روسیه به د ایران د متحد په توګه د دې ستونزې د سولهییز حل لپاره خپله ټوله هڅه ترسره کړي.”
ټرمپ تېره میاشت پر ایران د ” بشپړ فشار” کمپاین بیا پیل کړ، چې تهران د اټومي وسلو له جوړولو څخه منع کړي؛ خو هغه دا هم ویلي، چې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره د یوې هوکړې له لارې خبرو کولو ته هم چمتو دی.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند برایان هیوز د سېشنبې پر ورځ ویلي؛ “د ټرمپ حکومت به له خپلو مخالفانو او متحدینو سره یو راز خبرې وکړي، خو … د خپل ملي امنیت د دفاع لپاره د ځواک له دریځ څخه.”
ایران د اټومي وسلو د جوړولو ته هر راز لېوالتیا رد کړې ده؛ خو د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې د خبرداری له مخې؛ ایران د یورانیمو غني کول ۶۰ سلنه خالصوالي ته رسوي، چې د وسلو د کچې نږدې ۹۰ سلنه دی.
لویدیځ هېوادونه وايي؛ هیڅ ملکي پروګرام ته اړتیا نشته، چې یورانیم دومره لوړې کچې ته غني کړي او هیڅ بل هېواد د اټومي بم له تولید پرته دا کار ندی کړی. ایران تل ويلي، چې اټومي پروګرام یې سولهییز دی.
برایان هیوز وایي: “امریکا به د ایران د اټومي وسلو ترلاسه کول یا په منځني ختیځ او ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ لپاره د دوی ملاتړ ونه زغمي.”
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي بروس ویلي؛ د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سېشنبې پر ورځ د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په خبرو کې ویلي، چې هغه “د ایران له خوا د رامنځته شویو ګواښونو د حل لپاره د نږدې همغږۍ تمه لري او د یوې باثباته سیمې د رامنځته کولو لپاره فرصتونه لټوي.”
په ۲۰۱۵ کال کې ایران د بریټانیا، جرمني، فرانسې، امریکا، روسیې او چین سره د ګډ جامع عمل پلان (JCPOA) په نوم یوې هوکړې ته ورسېد، چې د هېواد د اټومي پروګرام د محدودیتونو په بدل کې یې بندیزونه لرې کړل.
واشنګټن په ۲۰۱۸ کال کې د ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال له دې تړون څخه ووت او ایران له خپلو اټومي اړوند ژمنو څخه شاتګ پیل کړ.
رویټرز راپور ورکړی، چې بریټانیا، فرانسې او جرمني د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي، چې دوی چمتو دي؛ که اړتیا وي د ایران پر وړاندې د ټولو نړیوالو بندیزونو “سمدستي بېرته اخیستل” پیل کړي، چې دا هېواد د اټومي وسلو ترلاسه کولو ته لاسرسی ونه مومي.
دوی به د راتلونکي کال د اوکټوبر پر اتلسمه د داسې اقداماتو کولو وړتیا له لاسه ورکړي، چې د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۵ کال پرېکړه لیک د تړون په اړه پای ته ورسیږي. ټرمپ په ملګرو ملتونو کې خپل استازي ته امر کړی، چې د ایران پر وړاندې د نړیوالو بندیزونو او محدودیتونو د لرې کولو لپاره له متحدینو سره کار وکړي.