ساینس او ټیکنالوژي
روسیه د فیسبوک ټولنیزه شبکه بندوي
رویټرز خبري سرچینې څرګنده کړې، چې روسیه غواړي په ټول هېواد کې ټولنیزه شبکه فیسبوک وتړي.
روسي چارواکو پرون ویلي، چې په فیسبوک کې پر روسي رسنیو یې د بندیزونو له لګولو وروسته وغوښتل، چې دغه ټولنیزه شبکه نوره بندوي.
روسي چارواکو زیاته کړې؛ د ۲۰۲۰ زېږدیز کال له اکتوبر راپدیخوا د روسي رسنیو پر وړاندې د فیسبوک ۲۶ تبعیضي قضیې ثبت شوي، چې په دې کې پر روسي چینلونو روان بندیزونه هم شمېرل شوي دي.
میټا کمپنۍ ویلي، چې په روسیه کې د خپلو خدماتو د روان ساتلو لپاره به هڅې وکړي.
په روسیه کې د فیسبوک د بندېدو هڅې په داسې حال پیل شوي، چې د میټا نور اپلیکیشنونه لکه واټس اپ او انسټاګرام فعال دي.
د ټاس خبري آژانس راپور ورکړی، چې روسیې ټویټر ته هم لاسرسی محدود کړی دی.
تر اوسه د ټویټر چارواکو پدې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.
