نړۍ

روسیه عراقي حکومت ته پوځي چورلکې او جنگي الوتکې ورکوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د روسیې دفاع وزیر له خپل سیال سره په کتنه کې نه یوازې عراقي حکومت ته پر پوځی تجهیزاتو او د وسلو په برابرولو هوکړې ته رسیدلي، بلکې عراقي سرتېرو ته به پوځي روزنه هم ورکوي.

د فرانسې خبري آژانس د روسیې د یوې پوځي سرچینې پربنسټ وايي:

روسیې اوسمهال عراقي حکومت ته( ام آی۳۵) پوخي چورلکې او (سو۲۵) جنگي الوتکې سپارلې دي.

د روسیې د انترفاکس خبري آژانس د گزارش له مخې، مسکو به ډېر ژر عراقي حکومت ته دافع هوا توغندي هم ولیږدوی.

د روسیې دفاع وزیر دا هم ویلي کتنه يې له عراقي سیال سره په داسې حال کې تر سره کیږي، چې عراق له تاوتریخوالي سره مخ دی او روسیه د تروریزم په وړاندې مبارزه کې د عراقي حکومت تر ځنگدریږي.

Trending

Exit mobile version