نړۍ

روسیه غواړي د اوکراین ختیځ او جنوبي سیمې تر واک لاندې کړي – زیلینسکي

Published

on

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، روسي ځواکونه هڅه کوي، چې د اوکراین ختیځ او جنوبي سیمې تر خپلې څارنې لاندې راولي.

هغه پرون په یوه ویډیو څرګندونه کې ویلي، چې روسیه د اوکراین پر ختیځ د فشار راوړلو لپاره سرچینې لري.

هغه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې لویدیځو متحدینو د روسیې د بریدونو د مخنیوي لپاره دوی ته د الوتکو ضد سیستم ندی ورکړی؛ خو زیاته کړې یې ده، چې د دوی ځواکونه به د روسیې د بریدونو د مخنیوي لپاره له وسې سره سم هر څه وکړي.

هغه ویلي، چې د ماریوپول په بندر کې د اوکرایني ځواکونو مقاومت به د نورو ښارونو د نیولو هم لامل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې روسي چارواکو د روانې جګړې د لومړي پړاو پای  اعلان کړ او د اوکراین په پلازمېنه کیف کې یې خپل عملیات پای ته ورسول.

Trending

Exit mobile version