تازه خبرونه
روسیه له اسلامي امارت سره د اړیکو ټینګول غواړي – پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون سې شنبه د چنګاښ پر اوومه تاجکستان ته د سفر پر وخت ویلي، چې مسکو هڅه کوي له اسلامي امارت سره اړیکې ټینګې کړي.
ولادیمیر پوتین دا هم ویلي، چې روسیه غواړي په افغانستان کې ټول توکمونه د خپل هېواد په واکمنۍ کې ښکېلتیا ولري.
هغه وایي: مونږ په افغانستان کې د وضعیت د عادي کولو لپاره هرې مرستې ته وردانګو. مونږ هڅه کوو له هغو سیاسي ځواکونو سره غوره اړیکې ولرو، چې روان وضعیت کنټرولوي.
پوتین بیا هم ټینګار کړی، چې مونږ د افغانستان په اداره کولو کې د ټولو توکمونو ونډه اړینه بولو.
د روسيې ولسمشر دغه څرګندونې له خپل تاجکستاني سيال امام علي رحمان سره د ليدنې پر مهال کړي او دا یې د اوکراین د جګړې له پیل راپدیخوا لومړنی سفر دی.
د یادونې ده، چې تاجکستان له افغانستان سره ګډه پوله لري او طالبانو تل ګاوند هېوادونو ته امنیتي ډاډ څرګند کړی دی.