تازه خبرونه

روسیه له طالبانو او حقاني شبکې سره اړیکې پالي- مارک ایسپر

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۰, ۱۳۹۹)

د امریکا دفاع وزیر ویلي، چې روسیه له طالبانو او حقاني شبکې سره اړیکې پالي او له دغه حالته استفاده کوي.

طالبانو ته د امریکايي سرتېرو د وژلو پر سر د روسیې لخوا د ډالۍ ورکولو د راپورونو له خپریدو وروسته د امریکا کانګرس دفاع وزیر او لوی درستیز د سپیناوي لپاره ور وبلل.

مارک ایسپر زیاته کړې، چې تر اوسه یې داسې شواهد ندي ترلاسه کړي، چې وښيي روسیې طالبانو ته د امریکايي سرتېرو د وژلو لپاره ډالۍ ورکړي وي؛ خو د امریکا د پوځ لوی درستیز ویلي، که دا راپورونه تائيد شي روسیې ته به ځواب ورکړي.

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپرویلي؛ ما، چې کله لومړني راپورونه ترلاسه کړل، نو جنرال میلر او مک کینزي یې په اړه څيړنې وکې او ورته جوته شوه، چې دا راپورونه د اعتبار وړ ندي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي بیا ویلي، چې روسیې له کلونو راپدیخوا له طالبانو او حقاني شبکې مالي او روزنیز ملاتړ کړی دی.

نوموړی وایي: که دا جوته شي، چې؛ روسیه په افغانستان کې له سخت دریځو سره مرسته کوي، نو تاسې پوهیږئ، چې زه یو قهرجن پوځي یم، د بل هر پوځي په څېر. که د روسیې او بل هر دولت لخوا د امریکايي سرتېرو د وژلو حکم شوی وي؛ نو دا به ډېره ستره لوبه وي.

یو شمېر امریکايي پوځیان، چې په افغانستان کې یې دندې تر سره کړي وايي؛ روسیه له طالبانو سره ژورې اړیکې لري.

په افغانستان کې د ناتو د پرېکنده ملاتړ پخوانی قومندان جان نیکلسون وایي: دا یوه دوه اړخیزه معامله ده؛ روسیې وړاندیز کړی او طالبانو منلی دی. دا کار په مستقیم او غیر مستقیم ډول په افغانستان کې د سولې له روحیې سره په تکر کې دی.

روسیې او طالبانو دواړو دغه راپورونه رد کړي او روسیې د امریکا استخبارات تورن کړي، چې له افغانستان څخه د نشه يي توکو په قاچاق کې ښکېل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت د امریکا او طالبانو د سولې هوکړې د بشپړې پلې کولو په برخه کې له نړیوالو څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

Trending

Exit mobile version