ساینس او ټیکنالوژي
روسیه ټولنیزې شبکې فیسبوک ته لاسرسی محدودوي
رویټرز پڅرګنده کړې، چې روسیه په خپل هېواد کې ټولنیزې شبکې فیسبوک ته د هېوادوالو لاسرسی محدودوي.
روسي چارواکو پرون (جمعه د کب ۶ ) په ډاګه کړه، چې دوی به فیسبوک ته لاسرسی محدود کړي؛ ځکه، چې دوی دا کار د روسي رسنیو سانسور بولي.
رویټرز زیاته کړې، چې مسکو پر کورنیو رسنیو فشار ډېرکړی او ګواښ یې کړی، چې په اوکراین کې د روسیې د پوځي عملیاتو په اړه د ناسمو معلوماتو له خپرولو دې ډډه وکړی او کنه رسنۍ به یې وتړل شي.
روسي چارواکو ویلي؛ فیسبوک د مسکو هغه غوښتنه، چې پر ۴ روسانو لګېدلي بندیزونه دې لرې کړي؛ له پامه غورځولې ده.
نیک کلیګ، د میټا فیسبوک نړیوالو چارو مشر ټویټ کړی، چې پرون روسي چارواکو مونږ ته سپارښتنه وکړ، چې د روسیې د څلورو دولتي رسنیو له خپلواکې بیاکتنې ډډه وکړو؛ خو مونږ ونه منله. همدا علت دی، چې دوی به زمونږ خدماتو ته لاسرسی او د هغې کارول محدود کړي.
نیک کلیګ په دې اند دی، چې په روسیه کې عام خلک د تبصرو لپاره انسټاګرام، واټس اپ ، میسنجر او فیسبوک کاروي.
دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ مشرانو په ځانګړې توګه د نړۍ سترو قدرتونو پر روسیې سخت هر اړخیز بندیزونه لګولي؛ خو روسي ځواکونه د دغو هڅو پر وړاندې پر کیف ښار خپلو پوځي عملیاتو ته زور ورکړی.