تازه خبرونه
روسیه په افغانستان کې د امریکا پاتې کېدل غواړي – پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا پوځي شتون د دې هېواد د امنیت په ګټه دی؛ خو د امریکایي ځواکونو وتل جدي ګواښونه رامنځته کوي.
پوتین زیاته کړې: په پیل کې مونږ په افغانستان کې د امریکایې ځواکونو حضور او شتون څخه ملاتړ کړی او له دې مخکې مو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړې ته مثبته رایه ورکړې وه. زه اوس هم باور لرم، چې په افغانستان کې د امریکا شتون زمونږ د بهرنیو ګټو خلاف ندی.
پوتین دا هم ویلي؛ کله، چې د امریکایي ځواکونو ایستلو ته چمتووالی ښکاره شو؛ نو په دې اړه زمونږ رسمي دریځ دا دی، چې ممکن دا په افغانستان کې د یو ډول سولې لپاره نور شرایط رامنځته کړي؛ خو زه شخصا په دې اند یم، چې دا به ډېر خطرونه رامنځته کړي.
د روسیې ولسمشر ویلي، چې لومړی باید مونږ د ثبات ساتلو لپاره ډېر لګښت ته غنړه کیدو او دوه یم دا، چې په افغانستان کې د امریکا شتون له ثبات سره مرسته کوي؛ خو وتل یې زیان لري.
پوتین دغه راز ویلي، چې دوی او امریکا همکاري کړې ده.
د پوتین په وینا، امریکا له روسیې سره د ترهګرۍ ضد معلومات شریکوي او پر بشپړ ټینګار وایي، چې مونږ په افغانستان کې د امریکا هڅې د تروریزم پروړاندې عملیات ګڼو.
