نړۍ
روسیه په اوکراین کې د پوځي عملیاتو نوی پړاو پیلوي
د رویټرز د څرګندونو له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې مسکو په اوکراین کې د خپلو ځانګړیو پوځي عملیاتو نوی پړاو پیلوي.
د لاوروف د څرګندونو له مخې؛ تمه ده، چې دا عملیات به یو مهم بدلون رامنځته کړي.
لاوروف له انډیا ټوډې سره په مرکه کې ویلي؛ د عملیاتو بل پړاو (په ختیځ اوکراین کې) د پیلېدو په حال کې دی او زه ډاډه یم، چې دا به د ځانګړيو عملیاتو خورا اړینه شېبه وي.