سوداگري
روسیه په بهرنۍ سوداګرۍ کې ډیجیټل اسعار کاروي
دا هڅه د روسیې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر وړاندې د لویدیځ له بندیزونو وروسته پیل شوې ده.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د روسیې د مالیې وزیر انتون سیلوانوف د چارشنبې پر ورځ ( د مرغومي پېنځمه) ویلي، چې روسي شرکتونو په نړیوالو تادیاتو کې د بټکوین او نورو ډیجیټل اسعارو کارول پیل کړي دي.
دا هڅه د روسیې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر وړاندې د لویدیځ له بندیزونو وروسته پیل شوې ده.
دغو بندیزونو د روسیې سوداګري له خپلو اصلي شریکانو لکه چین یا ترکیې سره پېچلې کړې ده؛ ځکه، چې سیمهییز بانکونه د امریکا او د هغې د متحدینو له فشار څخه د مخنیوي لپاره له روسیې سره په معامله کې ډېر محتاط دي.
سلوانوف د روسیې ۲۴ ټلویزیون ته ویلي: ” اوس په امتحاني توګه دا ممکنه ده، چې بټکوین وکاروو. مونږ دلته په روسیه کې د بهرنیو سوداګریزو راکړو ورکړو په برخه کې خپله استخراج کړي دي.”
هغه ویلي: دا ډول معاملې اوس ترسره کیږي. مونږ باور لرو، چې باید پراخه او پراختیا ومومي. زه ډاډه یم، چې راتلونکی کال به پوره رامنځته شي.” له ډیجیټل اسعارو سره نړیوالې معاملې د راتلونکي استازیتوب کوي.”
د روسیې حکومت دمخه په بهرنۍ سوداګرۍ کې د ډیجیټل اسعارو کارولو ته اجازه ورکړې او د Bitcoin په ګډون د ډیجیټل اسعارو د استخراج قانوني کولو لپاره یې ګامونه پورته کړي.
د روانې میاشتې په لومړیو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي وه؛ د امریکا اوسني دولت ډالر د سیاسي فشار لپاره کارولي او دې فشارونو د نړۍ ډېر هېوادونه دې ته اړ کړي، چې بدیلو لارو ته مخه کړي.
پوتین د Bitcoin کارول یو له دې میتودونو یاد کړ او دا په ډاګه کوي، چې د هېواد حکومت يې د ډیجیټل اسعارو له پراخه کارونې ملاتړ کوي.
