سیمه ییز خبرونه
روسیه په چین کې د څارګرو جنګي الوتکو د جوړولو په لټه کې ده – رویټرز
رویټرز د یوې اروپایي څارګرې ادارې د دوه سرچینو د هغو اسنادو پر بنسټ ادعا کړې، چې روسیې په چین کې د اوکراین د جګړې لپاره د لرې واټن ویشتونکیو بې پیلوټه الوتکو د تولید هڅې پیل کړې دي.
رویټرز د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې ادعا کړې، چې روسیې په چین کې د څارګرو یا بې پیلوټه جنګي الوتکو د جوړولو هڅې پیل کړې دي.
رویټرز د یوې اروپایي څارګرې ادارې د دوه سرچینو د هغو اسنادو پر بنسټ ادعا کړې، چې روسیې په چین کې د اوکراین د جګړې لپاره د لرې واټن ویشتونکیو بې پیلوټه الوتکو د تولید هڅې پیل کړې دي.
یو له دغو اسنادو څخه هغه راپور دی، چې کوپول نومي تسلیحاتي شرکت د روان کال په لومړیو کې د روسیې دفاع وزارت ته استولی، چې په کې د دغو الوتکو له جوړولو خبر ورکړ شوی دی.
کوپول د روسیې د دولتي وسلو شرکت الماز انټي یو له هغو فرعي شرکتونو څخه دی، چې د دې هېواد د څانګهوالو پر مرسته یې په چین کې د ګارپیا- ۳ څارګرو الوتکو ته پراختیا ورکړې او ازمویلې یې دي.
دغه شرکت په خپل بل یو راپور کې د روسیې دفاع وزارت ته ویلي، چې دوی کولی شي د چین په کارخانې کې د ګارپیا-۳ په ګډون څارګرې الوتکې تولید کړي، چې له اوکراین سره په جګړه کې وکارول شي.
دغه وزارت ته د کوپول د راپورونو له مخې؛ د ګارپیا-۳ بېلګې، چې ۲۰۰۰ کیلومټر لار له ۵۰ کیلو ګرامې بار سره وهلی شي؛ روسیې ته سپارل شوي دي.
رویټرز دا هم په ډاګه کړې، چې دغو دواړو شریکانو او د روسیې دفاع وزارت د دغه راپور په اړه د نظر څرګندونه نده کړې.
چین رویټرز ته ویلي، چې د دغه راز کومې پروژې څخه خبر ندي او ټینګار یې کړی، چې چین په دې هېواد کې د جوړو شویو څارګرو الوتکو پر صادراتو بشپړ کنټرول لري.
د دې راپور د ادعا لهمخې؛ کوپول شرکت د دوه ګارپیا – ۳ الوتکو په ګډون اووه چینایي پوځي څارګرې الوتکې د روسیې د ایژویسک ښار په خپل مرکز کې ورسپارلي دي.
دغه راز روسیه او اوکراین دواړه د څارګرو الوتکو د جوړولو لپاره سخته سیالي کوي، چې د یو بل بېخبناوو بریدونه وکړي.
ویل کیږي، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت او د اوکراین حکومت هم په دې اړه د رویټرز پرلهپسې غوښتنو ته ځواب ندی ورکړی.
