بلخ @ps

روسیه په کندز کې طالبان تجهیزوي او پوځي زدکړې ورکوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کندز والي وایي، روسیه طالبان تجهیزوي او پوځي زدکړې ورکوي.

په شمال ختیځ کې پروت کندز له دې کبله هم مهم دی، چې منځنۍ آسیا له سویلي آسیا سره نښلوي.

امام صاحب، دشت ارچي او قلعه ذال د کندز هغه ولسوالۍ دي، چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري؛ خو څو کاله کیږي، چې سرحدي سیمې د طالبانو په ولکه کې دي.

د کندز والي اسدالله عمر خېل وایي، روسیه په څرګنده د تاجکستان له لارې د طالبانو ملاتړ کوي.

هغه زیاتوي، مخکې د سیمې استخباراتو د طالبانو ملاتړ کاوه؛ خو اوس روسیه له دې ډلې د ملاتړ له لارې غواړي د افغانستان له خلکو غچ واخلي.

کندز والي وایي، اندېښنه لري، چې کیدی شي طالبانو هم چورلکو ته لاسرسی موندلی وي.

هغه په ډاګه کړې؛ د کندز ولایت په ګلباغ سیمه کې، چې د طالبانو تر ولکې لاندې ده چورلکې ناستې کوي، خو د چورلکې په اړه څېړنې روانې دي، چې د چا ده.

د والي په وینا؛ د روسیې له خوا طالبانو ته پوځي زدکړې د اندېښنې وړ مساله ده.

دیادونې وړ ده، چې د کندز خلک له همدې کبله په اندېښنه کې دي.

Trending

Exit mobile version