تازه خبرونه
روسیه له طالبانو ملاتړ کوي- امریکایي جنرال
یو جګپوړی امریکایي جنرال وایي، چې روسیه له طالبانو ملاتړ کوي او پر طالبانو یې په دې وروستیو کې خپل نفوذ پراخه کړی دی.
په اروپا کې د امریکایي پوځ قومندان جنرال کورتیس اسکاپروتي ویلي، مسکو په افغانستان کې د طالبانو تجهیز او ملاتړ کوي.
نوموړی زیاتوي، زه په دې وروستیو کې د روسیې له خوا د طالبانو د ملاتړ او تجهیز لیدونکی وم.
د امریکایي ځواکونو پرباور؛ له طالبانو د روسیې د ملاتړ اصلي دلیل دا دی، چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د ناتو هڅو ته ګوزار ورکړي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف دې څرګندونو ته توند غبرګون ښکاره کړی او وایي، امریکا غواړي پر دغو خبرو په افغانستان کې خپلې ماتې ته پلمه جوړه کړي.
د نوموړي په وینا؛ دغه خبرې حتا د غبرګون ښودلو وړتیا هم نه لري.
په روسیه کې د سولې په اړه په جوړیدونکې غونډه کې د پاکستان یو پلاوی هم ګډون وکړي. تر اوسه پرېکړه نه ده شوې، چې دغه پلاوی به په کومې کچه کې وي.
د افغانستان په اړه په روسیې کې کیدونکې غونډه راتلونکې میاشت جوړیږي، چې په کې د افغانستان، هند، پاکستان، ایران، او ځینو نورو هېوادونو استازیو ته بلنه ورکړل شوې ده.
که څه هم طالبان د روسیې ملاتړ ردوي؛ خو وایي، چې له مسکو سره یې پراخ تماسونه نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا دې ناستې ته د روسیې بلنه رد کړې ده.
خبریال: قیام نوري