تازه خبرونه

روسیه وسلوالو طالبانو ته وسلې ورکوي – جنرال ووتل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا د مرکزي قومندې قومندان وايي؛ فکر کوم، چې روسیه وسلوالو طالبانو ته وسلې ورکوي.

 د امریکا د مرکزي قومندې قومندان جنرال  جوزف ووتل د دغه هیواد ولسي جرګې ته په خپلو خبرو کې ویلي، چې ښايي روسیه به له وسلوالو طالبانو سره اړیکې ولري؛ خو په وینا یې د دغه ډول اړیکو پالل ګومه ګټه نلري.

د نوموړي د وینا له مخې؛ روسان به ښايي وسلوالو طالبانو ته ځيني توکي برابر کړي، چې پر هغوی نفوذ ومومي.

جنرال  جوزف ووتل زیاتوي؛ له وسلوالو طالبانو سره  د روسیې اړیکو تر اوسه په افغانستان کې د دوی ماموریت ته ستونزې نه دي پېښې کړي، خو د دغو اړیکو پایلې یې ښې نه دې بللي.

 دغه امریکايي جنرال ویلي، چې امریکايي سرتیري غواړي په افغانستان کې داعش او د هغوی مشران وځپي.

دا درېیم پسرلی دی، چې افغان ځواکونه د جګړې ډير بار ته اوږه ورکوي.

دغه امریکايي جنرال وايي، چې د نړیوالو په ملاتړ په افغانستان کې روان پوځي ماموریت په یوه کړکیچ بدلیدونکی دی.

جنرال ووتل په ډاګه کړې، چې د افغانستان شرایط اوس هم زمونږ لپاره پیچلي دي. مونږ له دفاع وزیر او جنرال نیکولسن سره  د خپلو سرتېرو د شمېر په زیاتولو غور کوو، په دې اړه به خبرې له وخت مخکې وي.

هغه څرګندوي؛ اټکل داسې دی، چې افغانستان شاو خوا پېنځه زره نورو نړیوالو سرتېرو ته اړتیا لري، چې د سلا مشورې او روزنې په ماموریت کې ونډه پراخه کړي.

دغه امریکايي جنرال وايي، چې دوی به په افغانستان کې د داعش او د هغوی د رهبرانو پر ځپلو هم تمرکز وکړي.

د هغه په وینا؛ مونږ په افغانستان کې د داعش پر ځپلو په فوقالعاده توګه تمرکز کوو. مونږ په افغانستان کې د داعش فعالیت له پېنځلس ولسوالیو څخه په دوه ولسوالیو کې را محدود کړ او اوس یې هم رهبران په نښه کوو.

جنرال ووتل د افغان ځواکونو وده هم ستایي؛ خو د هغه په وینا اداري فساد او کمزورې رهبرۍ دغه ځواکونه له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

ده د افغانستان د ثبات لپاره په پاکستان کې هم د سخت دریځو ځپل مهم بللي دي.

په داسې حال کې، چې د افغانستان جګړه له کلونو راهیسې روانه ده او د هوا په تودیدو، اټکل داسې دی، چې نوي بهیر ته به ننوځي.

خبریال: فهیم نوري

Trending

Exit mobile version