بلخ @ps
روسیه دې د طالبانو پرځای له افغان دولت ملاتړ وکړي- جنرال نیکلسون
د پنچشنبې په ورځ د ناټو د پریکنده ملاتړ ماموریت قومندان د ملي دفاع وزارت له سرپرست او د کورنیو چارو وزارت له امنیتي مرستیال سره کندز ته ولاړ. د ناټو د پریکنده ملاتړ ماموریت قومندان په یوې خبري غونډې کې له روسیې وغوښتل چې د افغان دولت د وسلوالو مخالفینو د ملاتړ پر ځای له افغان دولت ملاتړ وکړي.
په افغانستان کې د ناټو د پریکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان نیکلسون وایي، زمونږ غوښتنه د روسیې له دولت او نورو ګاونډ هېوادونو دا ده، چې د افغان دولت، امنیتي ارګانونو او قانوني افغان حکومت په ملاتړ ودریږي او زمونږ غوښتنه دا ده، چې هیڅکله د طالبانو له نامشروع ډلې ملاتړ ونه کړي.
جنرال نیکلسون زیاتوي، چې طالبان ښایي د کندوز د سقوط لپاره ځینې پروګرامونه اجرا کړي؛ خو په وینا یې افغان ځواکونه به هغو ته اجازه ورنکړي، چې کندوز ښار ونیسي.
مونږ د افغانستان په ځانګړي توګه د کندوز له خلکو د دفاع لپاره ژمن یو. همدا اوس زمونږ ځانګړي ځواکونه له افغان ځانګړیو ځواکونو سره حضور لري. مشران په بروکسل کې د افغانستان پر راتلونکې او له دې هېواد سره پر همکاریو بحث کوي؛ خو په ځمکنیو عملیاتو کې ګډون نه کوو او په کندوز کې د خپلو سرتېرو د حضور په اړه څه نه وایم؛ ځکه دا یوه بشپړه سري مساله ده.
د افغانستان ملي دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي وایي، امنیتي ځواکونه په کندوز کې تجهیزیږي او د دې ولایت او شمال ختیځو ولایتونو حالت د هرې ورځې په تېرېدو سره ښه کیږي.
د ناتو د پریکنده ملاتړ ماموریت قومندان او افغان امنیتي او دفاعي مسوولین په داسې حال کې کندوز ته تللي، چې طالبانو دغلته یو ځل بیا خپل تحرکات ډېر کړي دي.