ساینس او ​​ټیکنالوژي

روسیې اتومي خولۍ لېږدونکی توغندی تجربه کړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱, ۱۴۰۱)

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ روسیې یو داسې نوی بالستیک توغندی آزمویلی، چې د اتومي خولۍ د لېږدولو وړتیا لري.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، دغه توغندی به د مسکو دښمنان درېدلو ته اړ او په فکر کې ډوب کړي.

د روسیې پوځ څرګنده کړې، پر لومړي ځل یې سیرمات توغندی د روسیې په شمال لویدیځ  تجربه کړ او د کامچاتکا په ټاپو وزمه کې یې شاوخوا ۶۰۰۰ کیلومټره (۳۷۰۰ میله) واټن ویشتلی دی.

پوتین ویلي، دغه نوې ټوګه تر ټولو لوړې تاکتیکي او تخنیکي ځانګړنې لري او کولی شي، چې د توغندي ضد ټول عصري دفاعي وسایل له منځه یوسي.

هغه دا هم ويلي، چې دا ټولګه په نړۍ کې بېسارې ده او د اوږدې مودې لپاره به یې ونلري.

هغه زیاته کړې: دا رښتیا ځانګړې وسله ده او د وسلوالو ځواکونو جنګي وړتیا مو پیاوړې کوي، د بهرنیو ګواښونو په مقابل کې د روسیې امنیت په ډاډمنه توګه تضمینوي او د هغو کسانو لپاره، چې د بریدونو لیوني خوبونه ویني او زموهږ هېواد ګواښي؛ فکر کولو ته اړکوي.

له دې تجربې وروسته به دغه توغندی د روسیې د ستراتیژیک توغندیز ځواک برخه وي.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، دا وسلې کولی شي، چې په لرې واټن کې هدف تر برید لاندې ونیسي.

Trending

Exit mobile version