تازه خبرونه
روسیې او افغانستان دوه د شانګهای په ناسته کې دوه اړخیزې اړیکې څېړلي
د روسیې لومړي وزیردمیتري میدویدیف له اجرائیهرییس عبدالله عبدالله سره د دواړو هېوادونو دوه اړخیزي اړیکې څېړلې دي.
میدویدیف د شانګهای د همکاری د سازمان د غړیو هېوادونو د حکومتونو د مشرانو د شورا د غونډې په څنډهکی له عبدالله عبدالله سره د کتنې په وخت کی وویل،چی له عبدالله سره د دغه رازاقدامونو په چوکاتکی کتنې منظم خصوصیت لري او دا ډول خبرې یې ګټورې وبللې.
میدویدیف وویل؛ روسیهد خپل ګاونډافغانستان له پایدارې ودې سره علاقه لري.
د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله هم په تېرو پېنځلس کلنو کېله افغانستان سره د سولې او ثبات په ټینګولوکی د روسیې له هڅو مننه کړې ده.
نوموړي زیاته کړه،چی د دواړو هېوادونو اړیکې د هر کال په تېریدوو په ځانګړي ډولپه اقتصادي برخه کی، وده کړي. د هغه په وینا، روسیه همدارنګه له افغانستان سره له تروریزم سره په مبارزه کی مرسته کوي.
د شانګهای د همکاری د سازمان د غړیو هېوادونو ګډه ناست تېره ورځ د قرغزیستان په بشکیک ښار کې جوړه شوې ده. په دې ناسته کې د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس په خپل هېواد کې ناامني د اندېښنې وړ بللې او د سولې په ټینګښت کې د اړوند هېوادونو د همکارۍ غوښتونکی شو.
تازه خبرونه
امریکا او اروپا د بُن په ناسته کې د ښو طالبانو او پاچاهۍ د رامنځته کولو هڅه کوله
د ایران د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ويلي: په داسې حال کې، چې امریکا او اروپا په افغانستان کې د ښو طالبانو او پاچاهۍ د رامنځته کولو هڅه کوله؛ خو ایران وتوانېد، چې مخه یې ونیسي.
د ایران بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد جواد ظریف د حقوقي فکرونو له مرکز سره په مرکه کې د افغانستان د سیاسي نظام په اړه د خبرو پر مهال ویلي؛ امریکا په بُن غونډه کې د افغانستان لپاره د ښو طالبانو د ښه حکومت د جوړولو پلان جوړ کړی و او اروپا بیا د پاچاهۍ د رامنځته کولو هڅه کوله.
دغه ایرانی چارواکي څرګنده کړې؛ هغه وخت ایران وتوانید، چې د دغو پلانونو مخه ونیسي.
جواد ظریف زیاته کړې؛ هېواد یې د بُن په غونډه کې خپلو موخو ته ورسېد او د نوي افغان حکومت په جوړولو کې یې خورا مهم رول ولوباوه.
د ایران د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد جواد ظریف وايي: ایران د بُن په غونډه کې خپلې موخې تر لاسه کړې او د افغانانو د ګټو پر بنسټ یې د نوي افغان حکومت په جوړولو او د تهران د امنیتي ملحوظاتو په نظر کې نیولو سره خورا مهم رول ولوباوه.
نوموړي له ترهګرو ډلو سره د ایران د مبارزې په اړه په دغه مرکه کې ویلي؛ په ګاونډ هېوادونو کې د ترهګرو ډلو منل د ښه ګاونډیتوب له اصولو څخه سرغړونه ده.
ظریف زیاته کړې، چې ایران د بُن په غونډه کې له امریکا سره د افغانستان او عراق په هکله هم مخامخ او ډیپلوماټیکه همغږي لرله.
د بن کنفرانس د ۲۰۰۱ کال پر ډسمبر د جرمني په بن ښار کې د افغانستان لپاره د نوي حکومت د جوړولو او د اسلامي امارت د پخواني حکومت له نسکوریدو وروسته د ګډوډۍ د مخنیوي پر موخه جوړ شو. دغه کنفرانس له نهه ورځو خبرو وروسته د ډسمبر پر دیارلسمه په افغانستان کې د لنډ مهالي حکومت بنسټ کېښود.
تازه خبرونه
په افغانستان کې به سبا د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین پیل شي
له پولیو څخه د پاک افغانستان ادارې څرګنده کړې، چې سبا (دوشنبه د غبرګولي څوارلسمه ) به په ټول افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین پیل شي.
یادې ادارې نن ( يکشنبه د غبرګولي دیارلسمه) اعلان وکړ، چې په ټول هېواد کې د پوليو واکسين کمپاين دغه پړاو به څو ورځې روان وي.
له دې مخکې د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي وه، چې سږ کال یې په کونړ او نورستان ولایتونو کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت کړې دي.
د يادونې ده، چې افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې د پوليو ناروغي په کې ختمه شوې نده.
تازه خبرونه
په پنجشېر کې د زمردو کان کېندونکیو ته له ۵۶۰ ډېر جوازونه وېشل شوي
د پنجشېر کانونو او پټرولیم رییس څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ راوروسته په دې ولایت کې د کانونو غیر قانوني استخراج او قاچاق پای ته رسېدلی او د زمردو د قانوني او اصولي کان کېندنې لپاره مو تر اوسه له ۵۶۰ څخه ډېر جوازونه وېشلي دي.
د پنجشېر کانونو او پټرولیم رییس محمد قاسم امیري د کانونو او پټرولیم وزارت له چارسمبالي سره په کتنه کې زیاته کړې، چې له دې کار سره څه باندې لس زره پنجشېریانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ محمد قاسم امیري د پنجشېر د یاقوتو د ټولو کانونو د سروې او استخراج د جوازونو د وېش لپاره دې ولایت ته له دې وزارت څخه د سروې او تخنیکي ډلې د لېږلو غوښتنه وکړه.
په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور د پنجشېر خلکو ته د کاري فرصتونو په برابرولو او په دغه ولایت کې د یاقوت او زمرد د استخراج د جوازونو پر ورکولو ټینګار وکړ.
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
نواز شریف یو ځل بیا د پاکستان د واکمن مسلم لیګ ګوند مشري پر غاړه واخیسته
-
نړۍ4 days ago
په رفح کې پر اسرائيلي بريدونو لسګونه فلسطينيانو ووژل شول
-
نړۍ3 days ago
اسرائیلي ځواکونو د غزې او مصر د پولې کنټرول هم تر لاسه کړ
-
تازه خبرونه4 days ago
له نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل وارزول شو
-
تازه خبرونه3 days ago
په کابل کې د نجونو کافي خونه او کتابتون پرانستل شو
-
لوبی3 days ago
د افغانستان او عمان ترمنځ د کرکټ روزنیزه لوبه بې پایلې پای ته ورسېده
-
تازه خبرونه3 days ago
د زدهکوونکیو د خوراکي خوندیتوب لپاره ۱۰ میلیون یورو مرسته کیږي – اروپايي ټولنه
-
تازه خبرونه3 days ago
د اروپايي ټولنې او قطر استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې