تازه خبرونه

روسیې او تاجکستان د افغانستان پولې ته نږدې ګډ پوځي تمرینات پیل کړل

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۹, ۱۴۰۳)

د روسيې دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه پوځي روزنیزې هڅې د اپرېل پر پنځلسمه پيل شوي او د اپرېل تر اتلسمې به روانې وي، چې د ترسره کېدو موخه يې له ناقانونه وسلهوالو ډلو سره د مبارزې او د دولتي پولو ساتنه ده.

د روسيې دفاع وزارت زیاته کړې: د دغو پوځي روزنیزو هڅو د پرانستلو مراسم د تاجکستان د ختلان سيمې د خرب – میدون په غرنۍ دښته کې ترسره شول. دا دوه اړخیزې روزنیزې هڅې به د اپریل له پېنځلسمې څخه تر اتلسمې پورې روانې وي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې په دغو ګډو هحو کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره د وسله‌والو ځواکونو د کارولو تنظیم، په غرنیو شرایطو کې د دندو د ترسره کولو لپاره د ځواکونو چمتو کول او د روزنې او عملي تجربې موضوع شامله ده. د روسیې پوځي ډله، چې په هڅو کې برخه اخلي په ټولیزه توګه په تاجکستان کې میشت د ۲۰۱ پوځي اډې سرتېري دي، چې د دې هېواد له پولو بهر د روسیې ترټولو لویه پوځي اډه ده.

د ګډ امنیتي تړون ټولنې غړي هېوادونه له افغانستان څخه د ګواښونو پر زیاتوالي اندېښمن دي او د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره پر همکارۍ ټینګار کوي. تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، ارمنستان، بیلاروس او روسیه د ډله ییز امنیتي تړون غړي دي.

په افغانستان کې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا روسیې او تاجکستان د لومړي ځل لپاره له افغانستان سره پولې ته څېرمه ګډ تمرینونه وکړل.

په ورته وخت کې اسلامي امارت د هېوادونو اندېښنې بې بنسټه بولي او وايي، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه*کارول شي.

Trending

Exit mobile version