تازه خبرونه
روسیې ته د طالبانو له سفر سره همهاله عبدالله د سولې پر خبرو ټینګار کړی
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نن (پنجشنبه د سلواغې ۹) ویلي، چې هغه د خپلمنځي خبرو جمهوريت پلوي پلاوي له غړیو سره په یوه انلاین ناسته کې د سولې بهیر پر پرمختګونو او ننګونو خبرې کړې دي.
عبدالله زیاته کړې؛ یادې ډلې ته سپارښتنه شوې، چې په افغانستان کې د سولې لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.
عبدالله عبدالله وایي: ما د خبرو اترو ډلې ته سپارښتنه وکړه، چې پر اور کم اوربند او د هدفي وژنو پر پای ته رسولو راوڅرخیږي؛ ځکه دا د جمهمریت لومړیتوبونه دي.
دغه راز په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، چې د دوی د سیاسي دفتر مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی د یوه پلاوي پر مشرۍ مسکو ته رسیدلی دی.
محمد نعیم زیاته کړې، چې د غونډې په بهیر کې طالب پلاوي له روسي چارواکو سره د سولې پر بهیر او د دوحې پر تړون خبرې کړې دي.
نوموړي ویلي، چې د طالبانو پلاوي په افغانستان کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي زلمي کابلوف او د هغه له مرستیال سره هم لیدلي دي.
همدارنګه اوړمه ورځ د طالبانو یو بل پلاوي د ملابرادر پر مشرتابه ایران ته سفر کړی و او د هفه هېواد له اړوند چارواکو سره یې د سولې پر بهیر او اړوند اړیکو بحث او خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان جمهوريت پلوي پلاوي ویلي، چې طالبان له څو ورځو راپدیخوا د سولې خبرو ته حاضر شوي ندي؛ خو طالبانو تر دې دمه پر دغو څرګندونو رسنیو ته څه ندي ویلي.
