تازه خبرونه

روسیې د اسلامي هېوادونو له فعال موقف څخه ملاتړ وکړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وایي، چې اسلامي نړۍ به تل وکولی شي روسيه د يوهباور وړ متحد په توګه د خپلو عاجلو ستونزو په حل کې خپله کړي.

نوموړي دغه مطلبپه سوچي کې د ستراتيژيک لرليد ګروپ ترسرلیک لاندې جوړې شوې ناستې تهپه ډاګه کړ.

پوتین تینګار وکړ، چې اسلامي نړۍ کولی شي روسيه د يو باور وړ متحد په توګه د خپلو عاجلو ستونزو په حل کې خپله کړي او روسیه د اسلامي هېوادونو له فعال موقف څخه د نړيوالو اړيکو په پياوړتيا کې د عدالت له اصولو او د قانون له حاکميت څخه ملاتړ کوي.

پوتين هيله څرګنده کړه، چې دغه غونډه کولی شي د روسيي او اسلامي هېوادونو ترمنځ د پياوړتيا، باور او همکارۍ فضا رامنځته کړي.

Trending

Exit mobile version