تازه خبرونه
روسیې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر سرحدي شخړو خپل غبرګون څرګند کړ
د ماریا زخارووا په خبربانه کې راغلي، چې مسکو د پاکستان او افغانستان تر منځ په پوله کې د کړکیچ د زیاتېدو په اړه اندېښمن دی؛ ځکه، چې په دغو شخړو کې نه یوازې پوځیان، بلکې ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
د روسيې بهرنيو چارو وزارت وياندې ویلي؛ دا هېواد د افغانستان او پاکستان پر پوله د شخړو د زياتوالي په اړه اندېښمن دى او له دواړو خواوو يې غوښتي، چې زغم وښيي او په رغنده خبرو کې برخه واخلي.
د ماریا زخارووا په خبربانه کې راغلي، چې مسکو د پاکستان او افغانستان تر منځ په پوله کې د کړکیچ د زیاتېدو په اړه اندېښمن دی؛ ځکه، چې په دغو شخړو کې نه یوازې پوځیان، بلکې ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
هغې زیاته کړې: “مونږ د جګړې له ښکېلو خواوو غواړو، چې خپل زغم وښيي او په سولهییزه توګه د ټولو شخړو د حل لپاره په رغنده خبرو کې برخه واخلي.”
د افغانستان ملي دفاع وزارت ويلي، د ډیورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې یې د «شریرو عناصرو او د هغوی د ملاتړو پر مرکزونو او پټنځایونو» بریدونه کړي دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: “د هېواد په سویل ختیځ کې د دوامدارې جګړې د غچ اخیستو لپاره مو د شریرو عناصرو او د هغوی د ملاتړو مرکزونه او پټنځایونه، چې له هغه ځایه په افغانستان کې بریدونه پلانېدل او تنظیم شوي وه؛ بریدونه کړي دي.”
د راپورونو له مخې، د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې د خوست ولايت له عليشېرو ولسوالۍ او د پکتيا ولايت له ډنډ پټان ولسوالۍ څخه تېره شپه انتقامي بريدونه پيل شوي او تر سهاره يې دوام درلود.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو جګړو کې سپکې او درندې وسلې کارول شوې دي.
تېره ورځ د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې پاکستانيو ځواکونو هوايي بريدونه وکړل، چې په پايله کې يې لسګونه کسان مړه او ټپيان شول.
ملي دفاع وزارت خبرداری ورکړی، چې دا بریدونه به بې ځوابه پاتې نشي.