تازه خبرونه
روسیې د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او د شتمنیو د خوشېکېدا غوښتنه یې وکړه
زاخارووا د چارشنبې پر ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي، د روغتیا نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړوند سیمو کې د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوې دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنه څرګنده او د هېواد د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.
زاخارووا د چارشنبې پر ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي، د روغتیا نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړوند سیمو کې د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوې دي.
هغې ویلي، په افغانستان کې ډېر ماشومان تر لس کلنۍ پورې واکسین شوي نهدي او یوازې له ۵ څخه تر ۷ سلنې پورې ماشومانو واکسین ترلاسه کړی دی.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړې، په افغانستان کې د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه په هر زر زېږونونو کې ۳۳.۱ ده، چې د نړۍ د منځنۍ کچې نږدې دوه برابره ده.
زاخارووا د افغانستان د بشري ناورین اصلي لامل «د لویدیځو هېوادونو له لوري د نړیوالو مرستو سیاسي کېدا» بولي او د کابل پر وړاندې د امریکا او د هغې د متحدانو پر بندیزونو د نیوکې تر څنګ وایي، دغو کړنو تر ټولو ډېر د افغانستان پر زیانمنو قشرونو( ماشومانو او نویو زېږېدلیو) اغېز کړی دی.
د نوموړې د څرګندونو له مخې، په افغانستان کې د ماشومانو د مړینې ډېری پېښې له وخته مخکې زېږونونو او د مور شیدو یا بدیلو خوړو ته د نه لاسرسي له ستونزې سره تړاو لري.
زاخارووا له لویدیځو هېوادونو وغوښتل، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ بېرته وسپاري او له افغانستان سره بشري مرستې سیاسي نهکړي.
هغې ویلي، د افغانستان د بشري پروګرامونو لپاره نړیوالې مالي مرستې کمې شوې دي او د افغانستان بانک د شتمنیو کنګل پاتې کېدا د بحران پر وړاندې د حکومت د مبارزې وړتیا محدوده کړې ده.
هغې ټینګار کړی، چې روسیه به د نړیوالو اړوند بنسټونو له لارې د افغانستان له خلکو سره خپلې بشري مرستې روانې وساتي.