تازه خبرونه
روسیې د افغانستان په اړه له امریکا سره خبرو ته چمتووالی څرګند کړ
ضمیر کابلوف ټینګار کړی؛ له افغانستان سره په نړیوالو اړیکو کې د هر ډول پرمختګ لپاره لومړنی شرط د هغه هېواد د کنګل شوې شتمنۍ خوشې کول دي، چې د اسلامي امارت واک ته له رسېدو راپدېخوا په لویدیځو بانکونو کې کنګل شوې دي
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي؛ مسکو چمتو دی، چې د افغانستان د وضعیت په اړه له امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو سره خبرې وکړي.
ضمیر کابلوف ټینګار کړی؛ له افغانستان سره په نړیوالو اړیکو کې د هر ډول پرمختګ لپاره لومړنی شرط د هغه هېواد د کنګل شوې شتمنۍ خوشې کول دي، چې د اسلامي امارت واک ته له رسېدو راپدېخوا په لویدیځو بانکونو کې کنګل شوې دي
دې روسي ډیپلومات ټینګار دا ټینګار هم کړی؛ امریکا او د هغې متحدین باید وښيي، چې دوی د افغانستان په اړه رغنده نظر لري .
ضمیر کابلوف وایي: “مونږ چمتو یوو، چې د افغانستان په اړه د امریکا په ګډون له لویدیځو هېوادونو سره اړیکه ونیسو؛ خو مونږ تمه لرو، چې په عمل کې خپل رغنده نظر وښیي؛ لومړی، دوی باید د افغانانو ملي شتمنیو د خوشې کولو لپاره عمل وکړي، چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په لویدیځو بانکونو کې کنګل شوې وې.”
دا څرګندونې په وروستیو میاشتو کې د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو له ښهوالي وروسته کیږي.
روسیې په دې وروستیو کې د ممنوعه ډلو له نوملړه د اسلامي امارت نوم لرې کړی دی.
ځینې کارپوهان د افغانستان په مسله کې د روسیې دا ډول دریځ د نړیوالې اجماع د رامنځته کولو لپاره د افغانستان په ګټه بولي.
که څه هم روسیه اسلامي امارت پر رسمیت نهپېژني؛ خو په دې وروستیو کې یې هوکړه کړې، چې په مسکو کې د سفیر پر کچه د اسلامي امارت یو ډیپلومات ومني او د اړیکو کچه لوړه کړي. روسي چارواکو هم اعلان کړی، چې دوی به د داعش د له منځه وړلو لپاره له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.