نړۍ

روسیې د اوکراین په دونباس کې  پر۴۰ ښارګوټي بریدونه کړي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۵, ۱۴۰۱)

د اوکراین پوځ ویلي، روسي ځواکونو د اوکرایین په ختیځ دونباس سیمه کې له ۴۰ ډېر ښارګوټي بمبارد کړي او د نورو بریدونو ګواښ یې یې هم کړی دی.

د اوکراین له پلازمېنې کیف وروسته په دوه یم لوی ښار خارکوف کې له ناکامۍ وروسته روسیه هڅه کوي د دونباس بشپړ کنټرول ترلاسه کړي، چې بیلتون غوښتونکي یې د استازیتوب ادعا کوي.

روسیې په زرګونه پوځیان سیمې ته استولي او له درې لوریو یې د اوکراین د ځواکونو د محاصره کولو هڅه یې روانه ساتلې ده.

د اوکراین د وسلوالو ځواکونو د ګډ کاري ځواک په فیسبوک کې په ډاګه شوې، چې د دغو توغنديزو بریدونو په پایله کې پېنځه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي. دغو نیواکګرو په دونیتڅک او لوهانڅک سیمو کې له ۴۰ څخه زیات ښارګوټي بمبارد کړي، د ۳۸ کورونو او یوه ښوونځي په ګډون یې ۴۷ ملکي ځایونه ویجاړ کړي او یا هم زیانمن دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دښمن ۱۰ بریدونه پر شا وتمبول شول، څلور ټانګونه او څلور بې پیلوټه الوتکې له منځه لاړې او د دښمن ۶۲ سرتېري ووژل شول.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، د ختیځ په ځینو برخو کې د روسي پوځیانو شمېر له مونږ څخه ډېر دی.

رویټرز ونه توانید په خپلواکه توګه د جګړې د ډګر راپورونه تائید کړي.

مسکو هڅه کوي په خپله خاوره کې خپله ولکه ټینګه کړي. ولسمشر ولادیمیر پوتین یو فرمان لاسلیک کړی، چې د نویو نیول شویو ولسوالیو د اوسیدونکیو لپاره د روسیې تابعیت او پاسپورت ترلاسه کولو پروسه ساده کړي.

د روسیې پارلمان د چارشنبې پر ورځ په اردو کې د قراردادي خدمت لپاره د عمر لوړ حد لغوه کړ او د ورک شوي سرتېرو پر ځای یې د نورو ځای پر ځای کولو اړتیا پر ګوته کړه.

زیلینسکي د روسیې پر تازه دمو سرتېرو په تبصره کې ویلي: (دوی) نور کافي ځوانان نلري، خو دوی اوس هم د جګړې اراده لري او د دې ارادې ماتول به وخت ونیسي.

زیلینسکي په روانه اوونۍ کې ویلي، چې شخړه یوازې د هغه او پوتین ترمنځ له مستقیمو خبرو اترو سره پای ته رسیدلی شي.

روسیه او اوکرایین په نړۍ کې د خوراکي توکو او سونتوکو له لویو تولیدوونکیو هېوادونو څخه دی، چې دمګړۍ یې اروپا په ځانګړي توګه بریتانیا له لو لړ بشري ستونزو سره مخ کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې روسیه په اوکراین کې د اوکراین د بې وسلې کولو او له فاشیستانو څخه د هېواد ژغورل خپل ځانګړي عملیات بولي؛ خو اوکراین او لویدیځ ويلي، چې د فاشیست تورونه بې اساسه دي او دا جګړه یو بې بنسټه یرغل دی.

Trending

Exit mobile version