ساینس او ​​ټیکنالوژي

روسیې د اوکراین په سایبري بریدونو کې لاس لرل رد کړل

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۳۰, ۱۴۰۰)

روسیې د امریکا هغه تورونه رد کړل، چې ګواکې روسیې د اوکراین پر بانکي او دولتي اوبپاڼو سایبري بریدونه ترسره کړي دي.

په امریکا کې د روسیې سفارت هغه تورونه رد کړل، چې ګواکې مسکو پر اوکراین ادارو سایبري بریدونه کړي دي.

سفارت زیاته کړې: مونږ د حکومت دا بې بنسټه څرګندونې ردوو او یادونه کوو، چې روسیه له دې پېښو سره هیڅ تړاو نلري او هیڅکله یې هم په سایبر سپیس کې کوم ناوړه عملیات ندي ترسره کړي او نه یې نیت لري.

له دې مخکې امریکايي او بریټاانوي چارواکو ویلي وه، چې مسکو د اوکراین پر سایبري بریدونو کې لاس لري.

Trending

Exit mobile version