تازه خبرونه

روسیې د شل دولتي او نادولتي ادارو په کمپیوتري شبکو کې جاسوسي ویروس موندلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

روسیې په ډاګه کړې؛ د شل دولتي او نا دولتي ادارو په کمپیوتري شبکو کې یې داسې ویروس موندلی، چې د جاسوسۍ له پاره کاریږي.

د روسیې د امنیت فدرالي اداره (ایف ایس بي) وايي، چې د روسیې د شل سازمانونو، حکومتي ادارو او د دفاع  په برخې کې د قراردادیانو په کمپیوتري شبکو کې یو داسې مخربه سافټویر یا کمپیوتري پروګرام موندل شوی، چې د انترنیتي جاسوسي له پاره دیزاین شوی دی.

د ایف ایس بي ادارې ویلي؛ دغه کمپيوتري مخربه یا  زیان رسوونکی پروګرام د هغو مخربه سافتویرونو خصوصیات لري، چې په روسیه او د نړۍ په نورو سیمو کې د انترنیتي جاسوسي په قضیو کې کارول شوي دي.

Trending

Exit mobile version