تازه خبرونه
روسیې د طالبانو او داعش په وړاندې له تیاریو خبر ورکړ
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د روسیې استخباراتو پرون د طالبانو او داعش له لوري پر منځنۍ آسیا د یرغل د خطر په وړاندې له تیاریو خبرداری ورکړ.
د اسوشیتید پریس خبري آژانس د رپوت له مخې، د روسیې د فدرالي استخباراتو ادارې رييس الکساندر بورتنیکوف وویل، د افغانستان په شمال کې د منځنۍ آسیا د هېوادونو په پوله کې د طالبانو، چې ځینو یې د اسلامي دولت له وسلوالې ډلې سره وفاداري اعلان کړې؛ راغونډېدو د حملې خطر خورا زیات کړی دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روانې میاشتې په لومړیو کې د افغانستان حالات حساس پړاو ته نژدې بللې وه او د پخواني شوروي اتحاد پر جمهوریتونو یې غږ کړی، چې د احتمالي حملې د مخنیوي لپاره اقدام ته ځان تیار کړي.