نړۍ

روسیې د می له اتمې ۷۲ ساعته اوربند اعلان کړ؛ خو اوکراین اوس اوربند غواړي

د پوتین دا هڅه ښیي، چې روسیه اوس هم سولې ته لېواله ده. دا هغه څه دي، چې اوکراین او د هغه اروپایي متحدین ورسره مخالف دي؛ ځکه، چې په واشنګټن کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د سولې لپاره له ناکامو هڅو سخته ځوریږي.

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د دوشنبې پر ورځ په می میاشت کې؛ د شوروي اتحاد او د هغه د متحدینو د دوه‌یمې نړیوالې جګړې د بریا د اتیایمې کلیزې د نمانځلو پر ویاړ له اوکراین سره درې ورځنی اوربند اعلان کړ.

د پوتین دا هڅه ښیي، چې روسیه اوس هم سولې ته لېواله ده. دا هغه څه دي، چې اوکراین او د هغه اروپایي متحدین ورسره مخالف دي؛ ځکه، چې په واشنګټن کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د سولې لپاره له ناکامو هڅو سخته ځوریږي.

کریملین ویلي، چې ۷۲ ساعته اوربند به د می له اتمې تر لسمې وي. دا په داسې حال کې ده، چې پوتین به د نازي جرمني پر وړاندې د بریا د نمانځلو لپاره د چین د ولسمشر شي جین پینګ په ګډون د نړیوالو مشرانو کوربتوب وکړي.

دغه راز کیف دا پوښتنه وړاندې کړې، چې پوتین ولې ډیپلوماسۍ ته د لار اوارولو لپاره لږ تر لږه د ۳۰ ورځني اوربند غوښتنه نه‌مني.

ولسمشر ولادمیر زیلینسکي تېرې شپې په ویډیويي څرګندونو کې ویلي: “د ځینو دلیلونو لپاره، هرڅوک باید د می د اتمې پرتمه وي، چې په دې وخت اوربند وشي او د پوځي نندارې پر مهال پوتین د آرامي یقیني شي”. “مونږ د خلکو ژوند ته ارزښت ورکوو؛ نه پوځي نندارې ته.”

روسیې ویلي، چې دوی بشپړ جوړجاړی غواړي، نه لنډمهاله وقفه.

د یکشنبې پر ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خبرو وروسته پوتین د ۷۲ ساعته اوربند اعلان کړی دی.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې ټرمپ د روسیې او اوکراین ترمنځ دایمي اوربند غواړي.

د ملي امنیت شورا ویاند برایان هیوز ویلي: “په داسې حال کې، چې ولسمشر ټرمپ د ولادمیر پوتین د شخړې د درولو له لیوالتیا هرکلی کوي او ولسمشر ښکاره ویلي، چې هغه دایمي اوربند غواړي او دا شخړه سوله‌ییز حل ته ورسوي”.

کریملین د می له اتمې څخه تر لسمې پورې د اوربند په اړه په خبرپاڼه کې ویلي؛ “ټول پوځي اقدامات د دې مودې لپاره ځنډول شوي دي. روسیه باور لري، چې اوکرایني اړخ باید له دې اوربند ملاتړ وکړي”.

د خبرپاڼې له مخې؛ “د اوکراین له لوري د سرغړونو په صورت کې به د روسیې وسلوال ځواکونه مناسب او اغېزمن ځواب ورکړي.”

دا د اوربند دوه‌یم یو اړخیزه اعلان دی، چې پوتین پرې د سپېڅلي اختر له ۳۰ ساعته اوربند وروسته ټینګار کړی، چې هر اړخ یو بل ترې پر سرغړونې تورنوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې لاوروف “د اوږدمهاله او دوامداره سولې لپاره د باور وړ چوکاټ رامنځته کولو لپاره د خبرو اترو پیلولو ته زمینه برابروي.”

کریملین ویلي، چې مسکو غواړي له اوکراین سره “پرته له کوم شرط څخه” مستقیمې خبرې اترې وکړي.

ټرمپ د یکشنبې پر ورځ له روسیې څخه وغوښتل، چې په اوکراین کې خپل بریدونه ودروي او وړاندیز یې وکړ، چې زیلینسکي د کریمیا پریښودو ته چمتو دی، چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې له اوکراین څخه ونیوله.

زیلینسکي د روانې میاشتې په پیل کې ویلي وه، چې دا کار به د اوکراین له اساسي قانون څخه سرغړونه وي. دا په داسې حال کې ده، چې کیف د یکشنبې پر ورځ د کریمیا په اړه د ټرمپ د څرګندونو په اړه تبصره نده کړې.

Trending

Exit mobile version