ساینس او ټیکنالوژي
روسیې سوپرسونیک توغندي تجربه کړل
Last Updated on: مرغومی ۱۱, ۱۴۰۰
د انټرفکس خبري آژانس د راپور له مخې، روسیې شاوخوا لس سوپرسونیک کروز توغندي یه یوې کښتۍ او دوه نور له یوه اوبتله آزمویلي دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د توغندیو آزموینه یوه لویه پېښه او د نوي نسل د بې ساري سیسټم د وسلو یوه بې سیاله برخه ونوموله.
فرانس پریس راپور ورکړی، چې روسیې د سوپرسونیک کروز توغندیو یو شمېر بریالۍ آزموینې ترسره کړي دي. دا په داسې حال کې، چې نړیوال ځواکونه د خپلو وسلو سیسټمونو د لوړولو لپاره یو له بل سره سیالي کوي.
د یادونې ده، چې روسي چارواکو په لومړي ځل د څو سوپرسونیک توغندیو له بریالیو آزمویلو خبر ورکړ.
