Connect with us

نړۍ

روسیې له اټومي انرژۍ برخمن نوی بوروستنیک کروز توغندی وآزمایه

رویټرز راپور ورکړی، چې د روسیې ولسمشر د روسیې پر وړاندې د ډونالډ ټرمپ اوربند ته د فشار راوستلو لپاره خپل دریځ نور هم سخت کړی دی.

خپور شوی

د

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یکشنبې پر ورځ ویلي؛ دې هېواد له اټومي انرژۍ برخمن خپل بوروستنیک کروز توغندی بریالی آزمویلی، چې هر دفاعي ډال ماتولی شي او د دې وسلې د ځای پر ځای کولو پر لوري به حرکت وکړي.

رویټرز راپور ورکړی، چې د روسیې ولسمشر د روسیې پر وړاندې د ډونالډ ټرمپ اوربند ته د فشار راوستلو لپاره خپل دریځ نور هم سخت کړی دی.

د روسیې لوړپوړي جنرال او د روسیې د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز والیري ګیراسیموف پوتین ته ویلي، چې دې توغندی د آزموینې پر مهال د اوکټوبر پر یوویشتمه ۱۴۰۰۰ کیلومټره (۸۷۰۰ میله) واټن وهلی او شاوخوا ۱۵ ساعته په هوا کې و.

روسیه وايي، چې 9M730 بوروستنیک (توپان مرغۍ) چې ناټو  SSC-X-9 اسکای فال نومولی؛ د اوسنيو او راتلونکو توغندیو د دفاع لپاره “نه ماتیدونکی” دی، تقریبا نامحدود واټن او نامحدوده لار وهي.

پوتین د کرملین له‌خوا په خپرو شویو څرګندونو کې، چې د اوکراین د جګړې د څارنې لپاره یې پوځي لباس اغوستی و؛ د یکشنبې پر ورځ له جنرالانو سره په یوه غونډه کې وویل: “دا یوه ځانګړې وسله ده، چې هیڅوک یې په نړۍ کې نلري.”

په دې راپور کې راغلي؛ په ۲۰۱۸ کال کې د لومړي ځل لپاره د 9M 730 بوروستنیک د اعلان راپدېخوا پوتین دا وسله د امریکا د توغندیو د دفاعي ډال جوړولو لپاره په غبرګون کې له هغې وروسته کارولې،  چې واشنګټن په ۲۰۰۱ کال کې د ۱۹۷۲ کال د بالستیک ضد توغندیو تړون څخه په یو اړخیزه توګه ووت.

پوتین د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې هغه ته یو ځل روسیې څانګوالو ویلي وه، چې دا وسله هیڅکله هم ممکنه نوه؛ خو اوس یې “اړینه آزموینه” پای ته رسېدلې ده.

هغه د جګړې د وخت یوه باوري قومندان ګیراسیموف ته ویلي؛ روسیه و پوهیږي، چې څنګه وسلې طبقه بندي کړي او د بوروستنیک د ځای پرځای کولو لپاره بېخبناوې چمتو کړي.

پوتین د توغندي د آزموینې وخت او اعلان د اوکراین د جګړې له مسوولو جنرالانو سره د قومندې د مرکز په یوه غونډه کې پډاګه کړ، چې لویدیځ او په ځانګړي توګه ټرمپ وپوهوي.

سپینې ماڼۍ تر دې دمه د توغندي د آزموینې په اړه له غوښتنې سره – سره له تبصرې ډده کړې ده.

رویټرز راپور ورکړی؛ د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې بوروستنیک توغندی پر اټومي ځواک الوتنه کړې او دا آزموینه له نورو سره توپیر لري؛ ځکه، چې نامحدود واټن یې وهلی او کولی شي د توغندیو ضد هر ډول دفاع ماته کړي.

نړۍ

یوه پاکستاني د ایران پر لمسون د ټرمپ د وژلو هڅه کړې – رسنۍ

رویټرز راپور ورکړی؛ د عدلیې وزارت آصف مرچنټ پدې تورن کړی، چې نوموړي غوښتل ټرمپ او د امریکا نور سیاستوال د قاسم سلیماني په غچ کې پر نښه کړي.

Published

on

یو پاکستانی، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژلو پر هڅه تورن پېژندل شوی؛ د چارشنبې پر ورځ(د کب دیارلسمه ) یې د منصفه پلاوي غړو ته ویلي: هغه په ​​خپله خوښه د ایران د انقلاب اسلامي له سپاه پاسداران سره د دې دسیسې په جوړولو کې کار ندی کړی.

رویټرز راپور ورکړی؛ د عدلیې وزارت آصف مرچنټ پدې تورن کړی، چې نوموړي غوښتل ټرمپ او د امریکا نور سیاستوال د قاسم سلیماني په غچ کې پر نښه کړي.

سپاه پاسداران په ایران کې د پوځي، اقتصادي او استخباراتي ځواک په ساتنه کې مرکزي ارزښت لري.

نیویارک ټایمز د مرچنټ د څرګندونو له مخې لیکلي: « ما نه‌غوښتل، چې دا کار پخپله خوښه ترسره کړم» نوموړي د دې تور د سپیناوي پر مهال یوې محکمې ته ویلي، چې ده په تهران کې د خپلې کورنۍ د ساتنې لپاره دې کار ته غاړه ایښې.

څارنوالانو د مرچنټ دا ادعا رد کړې او د “رښتیني جبر لپاره یې د شواهدو نشتوالی” پر ګوته کړ.

د ورځپاڼې د څرګندونو له مخې مرچنټ ویلي، چې هغه ته هیڅکله د یو ځانګړي کس د وژلو امر ندی شوی؛ خو د هغه ایراني لمسوونکي د ایران په پلازمېنه کې د خبرو اترو پر مهال ورته د درې کسانو نومونه اخیستي دي.

په دې نومونو کې پر ټرمپ سربېره د هغه وخت( ۲۰۲۴ ) د ولسمشر جو بایډن او نیکي هیلي نومونه یاد شوي دي.

د مرچنټ محاکمه تېره اوونۍ؛ مخکې له دې، چې ټرمپ پر ایران د اسرائیلو پر ملاتړ د برید امر وکړي او ستر رهبر علي خامنه‌یي او نور لوړ پوړي چارواکي ووژي؛ ترسره شوې ده.

ټرمپ د یکشنبې پر ورځ له ای‌بي‌سي نیوز سره په مرکه کې د امریکا او اسرائیلو د ګډو عملیاتو په اړه، چې خامنه‌یي وواژلی څرګندونې کړي او د ایران ادعا شوې دسیسې ته یې د نغوتې پر مهال ویلي: «هغه مې مخکې له دې، چې ما ونیسي؛ ونیوه.»

ویل کیږي، چې تهران پر ټرمپ او نورو امریکایي چارواکي د برید تور رد کړی دي.

Continue Reading

نړۍ

له منځني ختیځ څخه د امریکایي وګړو د وتلو پرېکړه وشوه

دا امر په داسې حال کې شوی، چې امریکا او اسرائیل پر ایران ګډ بریدونه روان ساتلي دي.

Published

on

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د امریکايي وګړو لپاره یو بیړنی او بې‌ساری امر صادر کړ، چې د منځني ختیځ له هېوادونو څخه دې ووځي.

دا امر په داسې حال کې شوی، چې امریکا او اسرائیل پر ایران ګډ بریدونه روان ساتلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې امر کې راغلي؛ امریکایي وګړي باید سمدلاسه د اسرائیلو، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ګډون له اړوند  هېوادونو څخه په سوداګریزو الوتنو کې ووځي او د حکومت احتمالي تخلیې ته ونه‌ګوري.

چارواکو د دې پریکړې دلیل “جدي امنیتي خطرونه” یاد کړي دي.

د امریکا چارواکو له خپلو اتباعو څخه غوښتي چې د بهرنیو چارو وزارت د بېړني ټیلیفون شمېرې ته زنګ ووهي او د تازه معلوماتو لپاره نوم‌لیکنه وکړي.

شنونکو ويلي، چې د هوايي حریم تړل او د الوتنو لغوه کول کولی شي بحران د ورځو یا اونیو لپاره وغځوي.

ویل کیږي، چې دې بدلونونو په سیمه کې د اوږدمهاله بحران او پراخې بې ثباتۍ اندېښنې راپورته کړې دي.

Continue Reading

نړۍ

یوازې ۲۷ سلنه امریکایان پر ایران له بریدونو ملاتړ کوي – نظرپوښتنه

دې نظرپوښتنې، چې د امریکا او اسرائیلو له‌خوا پر ایران د بریدونو په لړ کې ترسره شوې؛ وښودله، چې ډېری امریکایان د پوځي ځواک کارولو په اړه زړه نازړه دي. له نیمایي څخه ډېر (۵۶سلنه) ځواب ویونکي پدې باور دي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د ګټو لپاره د پوځي ځواک کارولو ته ډېر لېواله دی.

Published

on

د رویټرز/ ایپسوس وروستۍ نظرپوښتنه ښیي؛ یوازې یو پر څلورمه(۲۷سلنه ) امریکایان پر ایران د امریکا له پوځي بریدونو ملاتړ کوي، چې د ایران رهبر یې وواژه. په داسې حال کې، چې ۴۳سلنه یې مخالفت لري او ۲۹سلنې یې اوس هم پرېکړه نده کړې.

دې نظرپوښتنې، چې د امریکا او اسرائیلو له‌خوا پر ایران د بریدونو په لړ کې ترسره شوې؛ وښودله، چې ډېری امریکایان د پوځي ځواک کارولو په اړه زړه نازړه دي. له نیمایي څخه ډېر (۵۶سلنه) ځواب ویونکي پدې باور دي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د ګټو لپاره د پوځي ځواک کارولو ته ډېر لېواله دی.

دا نظر د ډیموکراټانو تر منځ  خورا پیاوړی دی او ۸۷سلنه ډیموکراټان دا نظر لري.

جمهوري غوښتونکي اندېښنه لري، چې: د ټرمپ شاوخوا ۴۲سلنه ملاتړو ویلي؛ که چېرې دا عملیات په منځني ختیځ کې د امریکایي سرتېرو د مړینې یا ټپي کېدا لامل شي؛ نو د عملیاتو له دوام ملاتړ به لږ کړي.

د نظرپوښتنې پایلې په داسې حال کې راپورته شوي، چې امریکا او اسرائیلو له زر ډېر ایراني پوځي اهداف پر نښه کړي او په شخړه کې د امریکا د پوځي تلفاتو لومړنی تائید هم شوی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!