نړۍ

روسیې له چین او آفریقا سره په روزنیزه ننداره کې د ګډون لپاره چمتووالی څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۳, ۱۴۰۱)

رویترز د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې: د روسیې یوه جنګي بېړۍ، چې له غږه پر چتکو کروز توغندیو سمباله ده؛ د فبرورۍ په میاشت کې به د چین او جنوبي آفریقا له سمندري ځواکونو سره په ګډو زوزنیزو هڅو کې برخه واخلي.

رویترز د روسیې خبري آژانس تاس د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې په یاده پوځي روزنیزه ننداره کې پر هایپرسونیک کروز وسلو سمباله دا لومړنۍ بېړۍ ده، چې رسمي یادونه ترې کیږي.

روسیه وايي؛ دا توغندي له غږه نهه ځله چټک الوت کوي، چې له ۱۰۰۰ کیلومترو ډېر واټن وهلی شي.

تاس آژانس د یوې ناڅرګندې دفاعي سرچینې د څرګندونو له مخې ویلي؛ دغه ادمیرل ګورشکوف به د سوریې په طرطوس کې د لوژیستیکي ملاتړ مرکز ته ولاړه شي او بیا به د چین او جنوبي آفریقا له سمندري ځواکونو سره په ګډو سمندري روزنیزه ننداره کې برخه واخلي.

د پنجشنبې پر ورځ د سویلي آفریقا ملي دفاعي ځواک ویلي؛ دغه روزنیزې هڅې به د فبرورۍ له ۱۷ څخه تر ۲۷ پورې د دوربان بندري ښار او ریچاردز خلیج ته نږدې ترسره شي، چې موخه یې “د سویلي آفریقا، روسیې او چین ترمنځ د مخ پر ودې اړیکو پیاوړتیا ده.

د سویلي آفریقا ملي دفاعي ځواک زیاته کړې؛ دغه روزنیزې هڅې د ۲۰۱۹ ز. کال کې له روزنیزو هڅو وروسته په جنوبي افریقا کې د دغو درې هېوادونو دوه‌یم هغه وي.

ګورشکوف له روانې میاشتې د ناروې په بحر کې له روزنیزو نندارو وروسته ولسمشر ولادیمیر پوتین لویدیځ ته د دې ښکارندویي کوي، چې روسیه به د اوکراین په جګړه کې شاتګ ونکړي.

چین، روسیه او امریکا د هایپرسونیک وسلو د پراختیا لپاره په سیالۍ کې دي او غواړي پر دښمن برلاسي ولري.

Trending

Exit mobile version