نړۍ
روسیې له چین څخه پوځي تجهیزات وغوښتل
رویټرز د امریکايي چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې روسیې پر اوکراین له برید وروسته له چین څخه د پوځي تجهیزاتو غوښتنه کړې ده.
په دې راپور کې راغلي، چې روسیې له چین څخه د پوځي مرستې غوښتنه کړې ده.
امریکايي چارواکو په دې اړه، چې روسیې له چین څخه د غوښتل شویو وسلو د بڼې په اړه چوپتیا غوره ګنلې ده.
روسیه په اوکراین کې خپل عملیات ځانګړي ښيي او د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې یې له چین سره خپله همکاري پیاوړې کړې ده.
چین تر دې دمه پر اوکراین د روسیې یرغل ندی غندلی؛ خو ویلي یې دي، چې د دغه کړکېچ حل د خبرو اترو له لارې غواړي.
د چین هېواد د روسیې پر ضد د ملګرو ملتونو د عمومي او امنیت شورا د ناستو پرېکړه لیکونه رد کړي دي.
د امریکا د ملي امنیت شورا تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
سپینې ماڼۍ له دې مخکې څرګنده کړی وه، چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان به د دوشنبې پر ورځ په روم کې د چین له لوړپوړي ډیپلوماټ یانګ جیچي سره وګوري.