نړۍ
روسیې له ۱۰ امریکایي ډیپلوماټانو غوښتي، چې دغه هېواد پریږدي
پر روسیې د امریکا له بندیز لګولو وروسته مسکو د جمعې پر ورځ( د وري ۲۷) په دې هېواد کې له میشتو ۱۰ امریکایي ډیپلوماټانو غوښتي، چې روسیه پریږدي.
د راپورونو له مخې؛ روسیې په مسکو کې د امریکا له سفیره هم وغوښتل، چې په لنډمهاله توګه د مشورو لپاره خپل هېواد ته ستون شي.
امریکا دوه ورځې مخکې د ۲۰۲۰ کال د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو او د اوکراین په چارو کې د لاسوهنو د تور له کبله روسیه له پراخو بندیزونو سره مخ کړه.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ امریکا د روسيې شرکتونه په تور نوملړ کې نیولي او لس روسي ډیپلوماټان یې له هېواده ایستلي دي.
د راپورونو له مخې؛ روسیې د جوبایډن او ولادمیر پوتین تر منځ ناسته نه ده لغوه کړې، چې د خبرو لار پرانستې وي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ اوس هغه وخت رارسېدلی، چې ښه نیت ښکاره کړي او په مخامخ بهیر کې ښکېل شي. که نه؛ نو د امریکا پروړاندې به دردناک پرېکړه وشي.
دغه راز روسیې خبرداری ورکړی، چې غواړي د امریکا اقتصاد زیانمن کړي او په روسیه کې د امریکا سیاسي ماموریتونه ۳۰۰ کسانو ځانګړی کړي او زیاتوي، چې دمګړۍ دې ته اړتیا نشته.
د روسیې او امریکا اړیکې له هغې وروسته ناندریزې شوې، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په خپلو خبرو کې پوتین وژونکی یاد کړ.
روسیې د جوبایډن د خبرو په ځواب کې له واشنګټن څخه خپل سفیر د مشورې لپاره راوغوښت.
له روسیې څخه د امریکایي ډیپلوماتانو د شړلو په غبرګون کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي، چې د روسیې دا هڅه هڅوونکې او د خواشینۍ وړ ده.
هغه وویل: “دا زموږ په ګټه نده چې یوه اشتباه کونکي کړۍ ته ننوځي ، مګر موږ خپل ځان ته دا حق ورکوو چې د روسیې انتقام اخیستونکو اقداماتو ته ځواب ووایی. مونږ ځانته دا حق ورکوو، چې د روسیې د غچ اخیستنې ځواب ورکړو.
