نړۍ

روسیې پر نوي اتومي اوبتل د انتر‌کانتیننتال توغندي ازموینه وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۵, ۱۴۰۲)

د روسیې دفاع وزارت د یکشنبې پر ورځ ( د لړم ۱۴ ) څرګنده کړې، چې روسیې پخپل نوي اتومي اوبتل امپراتور درېیم الکساندر نومی بولاوا بالستیک توغندی بریالی وتوغاوه، چې د اتومي خولۍ د لېږدولو وړتیا لري.

د روسیې دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛ انترکانتیننتال بالستیک توغندی د روسیې له شمالي ساحل څخه د کسپین بحیرې تر اوبو لاندې وتوغول شو، چې د روسیې د ختیځ په کامچاتکا تاپو وزمه کې یې زرګونه کیلومتره واټن پر نښه کړ.

دغه نوی اتومي اوبتل ( امپراتور درېیم الکساندر ) تېر دسمبر د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په شتون کې پر لار واچول شو.

دغه اوبتل پر ۱۶ بولاوا (Bulava) توغندیو سمبال دی، چې هر یو یې ۱۲ متره اوږدوالی لري او د ویشتنې شونی حد یې لږ تر لږه ۸ زره کیلومتره دی. د اوږده واټن ویشتونکي دغه توغندي کولی شي تر شپږ اتومي خولیو پورې ولېږدوي.

له دې سره هممهاله د امریکا هوايي ځواک د سې شنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې په کیفورنیا کې د دغه هېواد د بې‌وسلې انترکانتیننتال بالستیک توغندي ازموینه له ستونزې سره مخ شوې ده.

د امریکا هوايي ځواک ادعا کړې، چې دا بې‌وسلې توغندی یې د تخنیکي عیب له کبله په ارام سمندر کې له منځه وړی دی. دا ناکامه ازموینه تېره چارشنبه د ویندنبرګ له اډې څخه ترسره شوې ده.

د امریکا هوايي ځواک څرګنده کړې، چې د پېښې د علت معلومولو لپاره یې یوه پلټونکې ډله جوړه کړې ده.

Trending

Exit mobile version