نړۍ
روسیې په دونیتڅک کې د برید مخه ونیوله – روسیه
د روسیې دفاع وزارت د دوشنبې پر سهار څرګنده کړه، چې د دوی ځواکونو په ختیځ دونیتڅک کې د اوکراین لوی برید شنډ کړ. که څه هم دا څرګنده نهده، چې دا د اوکراین د عملیاتو پیل و که نه؟!
د اسوشیتید پرس څرګنده کړې؛ د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې د دوی ځواکونو د یکشنبې پر ورځ د دونیتڅک د سویل په پېنځه اړوند سیمو کې د اوکراین پراخ برید پر شا وتمباوه.
دونیتڅک د اوکراین له هغو څلورو سیمو څخه یوه هغه ده، چې روسیې په تېر مني کې په غیر قانوني توګه پر ځان پورې وتاړه.
د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف ویلي: دښمن غوښتل، چې زمونږ دفاعي کرښه په خورا زیانمنونکي برخه کې ماته کړي؛ خو دښمن موخې ته ونه رسېد او بریالی نهشو.
کوناشینکوف وایي، چې ۲۵۰ اوکرایني سرتېري وژل شوي او ۱۶ تانکونه او ۲۴ جنګي وسایط له منځه تللي دي.
اوکراین په دې اړه تبصره نهده کړې او د خپلو پوځي عملیاتو تر پای ته رسېدو په تمه دی.
دا هم څرګنده نهده، چې ولې د روسیې دفاع وزارت د دوشنبې تر سهاره د برید اعلان ته په تمه و، چې د یکشنبې پر سهار پیل شو.
له میاشتو راپدیخوا اوکرایني چارواکي د کریمیه په ګډون د هغو سیمو د بېرته نیولو هڅې کوي، چې د روسیې لخوا د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پر ۲۴ لاندې شوې دي.