کوید۱۹
روسیې په نړۍ کې له کرونا ویروسه د مړینې تر ټولو لوړ شمېر ثبت کړ
رویټرز په ډاګه کړې، چې روسیې د سې شنبې پر ورځ ( د تلي ۶ د سپټمبر ۲۸) په تېرو ۲۴ ګړیو کې له کرونا ویروسه د مړینې ۸۵۲ پېښې ثبت کړې، چې د تېرې اوونۍ له پېښو یې شمېر ډېر لوړ دی.
روسیې په تېرو څلیریشت ګړیو کې د کرونا ویروس ۲۱۵۵۹ نوې پېښې ثبت کړي، چې د دوشنبې له ۲۲۲۳۶ پېښو څخه ټیټوالی ښیي.
د سپتمبر د ۲۷ د راپور له مخې؛ روسیه لږ تر لږه دوه ورځې پرلپسې له کرونا څخه د مړینو د نوملړ په سر کې وه.
ورځنۍ پېښې د سپتمبر په پیل کې له هغې وروسته لوړې شوې، چې میلیونونه روسی زدکوونکي ښوونځیو ته ستانه شول.
پر لګښت کوونکیو د څارنې چارسمبالې انا پاپووا تېره اوونۍ ویلي وه، چې موسمي فاکتور هم شته؛ ځکه، چې کرونا ویروس پر نورو تنفسي ناروغیو سربېره ډېر شوی دی.
رویټرز څرګنده کړې، چې ولسمشر ولادمیر پوتین په روانه میاشت کې ځان د لږ وخت لپاره ګوښه کړی و او تر څنګ یې لسګونه نور خلک هم پر ناروغۍ اخته شوي وه.
په مسکو کې چارواکو ویلي، چې دوی به د ماسک اغوستل اړین وګرزوي او هڅه کوي، چې د کرونا ویروس څلورمه څپه تر څارنې لاندې ونیسي.
ویل کیږي، چې نږدې ۴۰ میلیون روسان پوره واکسین شوي؛ خو د ۱۴۶ میلیون وګړیو له لرلو سره بیا هم د واکسین په پلي کولو کې له ډېرو اروپایي او مخ پر وده هېوادونو وروسته پاتې دي.
