نړۍ
روسیې خپل ډېري وګړي له وینزویلا ایستلي دي- ترمپ
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
ترمپ دا خبره د جون پر درېیمه نېټه پر خپل تویت په داسې حال کې کړې، چې دا مهال د بریتانیا پر سفر بوخت دی؛ خو نوموړي په دې اړه ډېر جزئیات ندي ورکړي.
روسي چارواکو تر اوسه د ترمپ د دې ادعا په اړه څه ندي ویلي.
امریکا د مارچ په میاشت کې پر روسیې غږ کړی و، چې له وینزویلا څخه دې ووځي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وینزویلا کې د سیاسي مخالفانو مشر خوان ګوایدو د دې هېواد د لنډمهاله ولسمشر په توګه ځان اعلان کړ او د مسکو شاوخوا ۱۰۰ پوځيان یې په وینزویلا کې ځای پر ځای کړل.