تازه خبرونه

روسیې د سولې هوکړه لیک د اجرایي کیدو ضمانت ته چمتووالی وښود

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

 د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي؛ د هوکړه لیک ټولې خواوې باید روښانه وي، چې نړیوال میکانیزمونه یې په ډاګه شي.

په داسې حال کې، چې د امریکایي او طالب استازیو خبرې پای ته نږدې دي او دواړه خواوې د هوکړه لیک په تړاو روغې ته رسیږي؛ خو روسیه لومړنی هېواد دی، چې د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه لیک د اجرایي کیدو لپاره یې ضمانت ته چمتووالی ښودلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخاروا  وایي؛ که له روسیې وغوښتل شي، نو روسیه چمتو ده، د امریکا د متحده ایالتونو او طالبانو د هوکړه لیک د اجرایي کیدو ضمانت وکړي. په عین حال کې مونږ باور لرو، چې د دې هوکړه لیک اړخونه باید څرګندوي او ډاډ حاصل شي، چې پر کومو نړیوالو میکانیزمونو مخته ځي.

دغه راز د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د افغان ځواکونو ملاتړ به روان وساتي او هڅه به وکړي، چې د افغانستان د سولې خبرې د یوې ټولیزې هوکړې سبب شي.

د روسیې د بهرنیو د چارو وزیر سرگي لاوروف د څرګندونو له مخې؛ ټولې دا هڅې په افغانستان کې د یوې سیاسي هوکړې لپاره دي، چې ټولو مهمو قومي او مذهبي ډلو ته د منلو او د ملي اجماع د اصل په اساس وي او ورسره به ترهګري، بنسټ پالنه او د نشه یي توکو قاچاق هم له منځه ولاړ شي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف دانفورډ وايي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو بحث له وخته مخکې خبره ده؛ ځکه دا کار د افغانستان له وضعیت سره تړاو لري او دوی اوس په دې اړه پرېکړه نده کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ له فاکس نیوز رادیو سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې د امریکا او طالبانو مذاکره کوونکي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر پر راکښته کولو کار کوي او په دې هېواد کې به خپل شتون هم خوندي کړي.
ترمپ دا هم ویلي، چې مونږ د خپلو ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راکښته کوو او بیا به ګورو، چې څه پرېکړه وکړو.

امریکایي چارواکو څو ځله له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ویستو په تړاو متضادې خبرې کړې دي، چې د ځواکونو د ویستو څرنګوالی یې په ابهام کې راوستی دی.

Trending

Exit mobile version