تازه خبرونه
روسیې د کرونا ویروس له کبله د ښارونو بندول پیل کړل
(Last Updated On: وری ۹, ۱۳۹۹)
که څه هم په روسیه کې کووید-۱۹ یا کرونا ناروغي ډېره پراخه نده؛ خو چارواکو له خلکو غوښتي، چې په کورونو کې پاتې شي.
ښایي، چې دغه بندیزونه روغتیایي حالت ته په کتو د اپریل له ۵ وروسته هم وغزول شي.
په روسیه کې د کووید-۱۹ پر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر دمګړۍ له ۱۰۰۰ پیښو پورته شوې، چې ډېرې پېښې یې په مسکو کې ښودل شويدي.
د روسیې دولتي تلویزیون هم اوس “مونږ په کورونو کې پاتې کیږو”.نومول شوی او خپروونکي ی هم له خپلو کورونو خپرونې ترسره کوي.