تازه خبرونه
روسیې ویلي، چې د کوید -۱۹ پر ضد درمل به جوړ کړي
د فدرالي روسیې بیالوژیکي آژنس ادعا کړې، چې د کرونا ویروس د درملنې لپاره یې د مالاریا ضد درملو له ترکیبه مفلوکین نومي درمل جوړ کړي دي.
دغه آژانس د شنبې پر ورځ څرګنده کړې، دا درمل په سلولونو کې د ویروس د ډېریدو مخه نیسي او په پایله کې د دغه ویروس د پړسوب بهیر دروي او مخنیو یې کوي.
د یاد آژانس مشرې ورونیکا سکورتسوا ویلي؛ مفلوکین نومي درمل له نورو ډېرو انتی بیوتیکونو سره ترکیب کیږي، چې په رګونو او وریدونو کې د ویروس ضد درملو غلظت ډېر شي.
نوموړې زیاته کړې؛ دغه کار د دې لامل ګرزي، چې پر کرونا د هر پړا اخته کس په درملنه کې ترې کار واخیستل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې روسیې د دغه ویروس د ودې او پراختیا د مخنیوي لپاره خپلې ټولې پولې تر څارنې لاندې نیولې دي.
منبع: https://www.aa.com.tr/en/latest-on-coronavirus-outbreak/russia-claims-it-produces-drug-to-treat-covid-19-/1783292?fbclid=IwAR1s8BzUBCVdJS96HNbWa78KC57op-vul0Un6auuMszigGZ47FecthtScbo