تازه خبرونه
روسیې په افغانستان کې د داکتر غني او داکتر عبدالله پر اختلافونو اندېښنه ښودلې
مسکو وايي، په افغانستان کې سیاسي کړکېچ باید د خبرو له لارې پای ته ورسیږي او پر ټولګدونه حکومت هوکړه رامنځته شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا ويلي؛ په افغانستان کې سیاسي کړکېچ د جګړې د دوام سبب شوی، چې له همدې کبله باید افغان سیاسي مشران خپل اختلافونه پای ته ورسوي او پر ټولګډونه حکومت دې هوکړه وکړي.
روسیې دا راز د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو په تړاو خبرو کې هوکړې ته د نه رسیدو هم اندېښنه ښودلې او وایي؛ دا کار د دې سبب شوی، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې وځنډیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د مشرانو جرګې اداري پلاو له دواړو لوریو سره خبرې کړي او څرګندوي؛ اشرف غني حاضر ندی، چې عبدالله عبدالله ته اجرائیوي پوست ورکړ شي او عبدالله عبدالله هم ټاکنې د درغلیو زېږنده بولي.