تازه خبرونه

روسیې له طالبانو څخه خپل پوځي ملاتړ رد کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په واشنګتن کې له طالابانو څځه پوځي ملاتړ رد کړ او وايي، چې روسیه یو ځل بیا د دې ادعا د ثبوت غوښتنه لري، چې وایي: روسیه له طالبانو پوځي ملاتړ کوي.

 د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاووروف تېره ورځ یوې خبري ناستې ته وویل:  روسیه یوازې د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت شورا د پرېکړه لیک د پلي لپاره کار کوي او که طالبان د افغانستان اساسي قانون ومني، د دې هېواد د سیاسي بهیر یوه برخه کیدلی شي.

سرگي لاوروف په ډاګه کړې؛ مونږ تل غوښتي، چې یو ځل دې شواهد وړاندې شي. څوک، چې افغانستان څېړي؛ د هغه هېواد پر پراختیاوو هم خبر دي. هیڅ جدي  شنونکی دغه ادعا نه کوي، چې روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو سره د مسکو د اړیکو موخه د سولې بهیر ته د دې ډلې هڅول بولي.

د نوموړي پر وینا؛ مونږ له طالبانو سره په دې خاطر کارکوو، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه  لیک عملي کړو. که پر بنسټ یې طالبان د افغانستان اساسي قانون ومني، له تاوتریخوالي لاس واخلي او له ترهګرو سره ټولې اړیکې پرې کړي، نو د سیاسي  بهیر یوه برخه به وي. دا له طالبانو سره زمونږ د کار بنسټ دی.

مخکې له دې د ناتو د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان ویلي وه، چې ممکن روسیې طالبانو ته وسلې ورکړي وي.

هغه ټینګار کړی؛  روسیه طالبان نه تجهیزوي او نه په دې اړه کوم سند شته. مونږ طالبان هڅوو، چې د افغانستان اساسي قانون ومني او په ټولنه کې مدغم شي، ځکه طالبان هم افغانان دي او پرته له دې د افغانستان جګړه پای هم نه مومي.

Trending

Exit mobile version